افغانستان

روغتیا سازمان:افغانان دې خپل ماشومان په دوامداره توګه واکسین کړي

د روغتیا نړیوال سازمان له افغان کورنیو غوښتي چې خپل ماشومان د پولیو ناروغۍ پر وړاندې مسلسل واکسین کړي. د روغتيا نړيوال سازمان پرون په یوه ټویټ کې ویلي چې په هر کمپاین کې ماشومانو ته د پولیو دوه څاڅکي واکسین ورکولو سره کولی شو د پولیو ویروس د خپرېدو مخه ونیسو. د روغتیا نړیوال سازمان له خلکو غوښتي چې له هر فرصت څخه په استفادې له پنځو کلونو کم عمره ماشوماند پولیو په وړاندې واکسین کړي. د روان ۲۰۲۳ کال د پیل راهیسې په افغانستان کې د پولیو ضد د واکسینو څو کمپاینونه ترسره شوي چې په ترڅ کې يې ميلیونونه ماشومانو ته د پولیو دوه څاڅکی واکسین ورکړل شوی دی. دا په داسې حال کې ده چې سږ کال په افغانستان کې تراوسه د ګوزڼ یا پولیو کومه مثبته پېښه نه‌ده ثبت شوې.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *