افغانستان

روغتیا سازمان ایران کې د افغان کډوالو لپاره یوه پروژه پیل کړې

د روغتیا نړیوال سازمان په ایران کې د دېره افغان کډوالو د روغتیايي وضعیت د ښېګڼې په هدف یوه پروژه پیل کړې ده. د ملګروملتونو اړوند د روغتیا نړیوال سازمان یا WHO هغه پروژه پیلمخ کړې ده چې هدف یې په ایران کې د دېره افغان کډوالو د صحي وضعیت ښېګڼه بلل شوې. دا پروژه د جاپان په مالي مرسته تمویلېږي او اوچا وايي، د دې پروژې تطبیق به په ایران کې دېره افغانانو او زیانمنو کډوالو ته د روغتيايي خدماتو او بشري مرستو کچه لوړه کړي. د اوچا په وینا دا اقدام په عین حال کې د نړۍ په کچه د عمومي صحي خدماتو له پراختیا سره مرسته کوي. ملګري ملتونه وايي چې دا پروژه د ایران د روغتیا او صحي تعلیماتو د وزارت په مرسته د روان میلادي کال په اوږدو کې تطبیقېږي او درې لومړیتوبونه لري چې د اوچا په پروني بیان کې یې پر جزییاتو رڼا اچول شوې ده.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *