افغانستانروغتیا

روغتیا وزارت: د ماشومانو د مړینې په اړه د روغتیا سازمان راپور حقیقت نه لري

شریعت: د افغانستان د عامې روغتیا وزارت په هېواد کې د نویو زېږېدلو ماشومانو د مړینې په اړه د روغتیا نړیوال سازمان راپور په کلکه رد کړ. د یاد وزارت ویاند ډاکټر شرافت زمان رسنیو ته په یوه غږیز پیغام کې ویلي چې د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو وروسته په افغانستان کې د مور او ماشوم د روغتیا او پالنې لپاره په کافي اندازه کار شوی دی.
ډاکټر شرافت زمان د روغتیا نړیوال سازمان هغه راپور په کلکه رد کړ، چې ګواکې په افغانستان کې هره ورځ ۱۶۷ نوي زېږېدلي ماشومان مړه کېږي. د ده په خبره دا یو بې اساسه راپور دی او له حقیقت څخه لرې دی.د نوموړي په خبره په همدې موخه په هېواد کې نوي روغتیايي مرکزونه فعال او دمګړۍ معیاري خدمتونه وړاندې کوي.
د عامې روغتیا وزارت ویاند له ټولو ادارو څخه جدي غوښتنه کړې، چې د راپورونو په خپرولو کې له پوره دقت څخه کار واخلي او د ناسمو راپورنو په خپرولو سره دې د افغانانو ذهنونه نه مغشوشوي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *