دینې لیکنې

روژه د برکتونو مياشت ! اوولسمه برخه

پنځه ويشتم برکت:
بل برکت د دې مبارکې مياشتې دا دی چې په دې مياشت کې د الله پاک ملائکې ټوله ورځ د روژه ماتي تر وخته پورې د روژَتيانو لپاره طلب د بخنې کوي يعنې ملائکې دا دعا کوي چې ای الله امت ته د رسول الله صلی الله عليه وسلم بښنه وکړه، په حديث کې راځي: وَتَسْتَغْفِرُ لَهُمُ الْمَلاَئِكَةُ حَتَّى يُفْطِرُوا.[ مسند احمد 7917] ژباړه: ملائکې د دوی لپاره طلب د بښنې کوي تر څو چې دوی روژه ماتوي.
موږ بايد له ځان سره دا فکر وکړو چې ملائکې زموږ لپاره طلب د بښنې کوي نو موږ يې وليې د ځان لپاره نه کوو په داسې حال کې چې د ډېرو ګناهونو له امله موږ هر يو استغفار ته پوره اړتيا لرو؟.
شپږويشتم برکت:
بل برکت د دې مبارکې مياشتې دا دی چې پالله پاک عمرې كولو ته په کې ډېر ثواب ورکړی دی آن تر دې چې هغه يې په ثواب کې له حج سره برابره بللې لکه په حديث کې چې راځي: عَنْ وَهْبِ بْنِ خَنْبَشٍ ، قَالَ : قَالَ رَسُولُ اللهِ صَلَّى الله عَليْهِ وسَلَّمَ : عُمْرَةٌ فِي رَمَضَانَ ، تَعْدِلُ حَجَّةً.[سنن ابن ماجه 2991] ژباړه: وهب بن خنبش وايي: رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمايل: د روژې په مياشت کې عمره کول له حج سره برابره ده.
علماوو ليکلي دي: عمره خو د حج ځای ته نه شي رسېدلای نو ځکه دلته هدف بيان د ډېروالي د ثواب دی نسبت نورو وختونو ته يعنې کوم ثواب چې عمره يې د روژې په مياشت کې لري بل وخت يې نه لري، ‌ د دې داسې مثال دی لکه رسول الله صلی الله عليه وسلم چې فرمايلي دي: څوک چې يو ځل سورت اخلاص ولولي داسې کېږي لکه ده چې درېيمه حصه د قرآن يې لوستلې وي.
اووه ويشتم برکت:
بل برکت د دې مياشتې دا دی چې په روژې مځکه او آسمانونه خوشاله کېږي او که الله پاک مځکې او آسمانونو ته اجازه ورکړي نو دوی به و هغه چا ته زېری د جنت ورکړي چې د دې مبارکې مياشتې روژه نيسي لکه په حديث کې چې راځي: عن أنس بن مالك، قال: قال رسول الله صلى الله عليه وسلم: لو أن الله أذن للسموات والأرض أن تتكلما لبشرتا من صام رمضان بالجنة.[احادیث شهر رمضان لإبن عساکر22] ژباړه: انس بن مالک رضي الله عنه د رسول الله صلی الله عليه وسلم څخه روايت کوي چې هغه و فرمايل: که الله آسمانونو او مځکې ته اجازه ورکړي نو هغوی به و هغه چا ته چې روژه نيسي زېری د جنت ورکړي.
دا دی لوی برکت او ستر فضيلت! مځکې او آسمانونه هم د روژې په فضيلت قائل دي او هغه چا ته په زېري ورکولو خوشحاله کېږي چې د دې مبارکې مياشتې روژه نيسي.

  مولوي نورالحق

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *