دینې لیکنې

روژه د برکتونو میاشت ! دريمه برخه 

 مولوي نورالحق مظهري

د روژې میاشتي برکتونه:
څلورم برکت:
بل برکت ددې مياشت دا دی چي پدې مياشتي کي شيطانان تړل کيږي تر څو د الله پاک مخلص بندګان د هغوی د وسوسو او فتنو څخه نجات پيدا کړي لکه په حديث کي چي راځي: وصُفّدت الشياطين.[صحيح مسلم 2547] يعني د روژې د راتللو سره شيطانان تړل کيږي.
د شیطانانو د تړلو دوې معناوي دي یا دا چي ټوله هغه شیطانان به تړل کیږي كوم چي په نورو وختونو کي خلاص وه او په بندګانو یې ګناهونه کول یا پدې معنی سره چي د شیطانانو مشران به تړل کیږي کوم چي د انسانانو د بربادۍ لپاره او په انسانانو د ګناه کولو لپاره یې خپله هم کارونه کول او خپلو نورو افرادو ته یې هم مسئولیتونه ورکول.
کله چي الله پاک شیطانان وتړي نو یواځي نفس پاتیږي چي انسان د ګمراهۍ لوري ته بیایي د نفس سره مقابله باید انسان په خپل توان سره وکړي، خپل نفس ضعیفه کړي او غوښتني یې ونه مني.
خو که څوک سمه روژه ونیسي، د سمي روژې د نیولو سره نفس خپله ضعیفه کیږي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *