دینې لیکنې

روژه د برکتونو میاشت! پنځه لسمه برخه

د روژې میاشتي برکتونه:
دوه ویشتم برکت:
بل برکت ددې مبارکې میاشتی دا دی چې الله پاک هره شپه ډېر داسې انسانان له اور څخه آزادوي چې هغوی د اور او جهنم مستحق دي لکه په حدیث کې چې راځې:
ولله عُتَقَاءٌ من النَّارِ وذَلكَ كُلَّ لَيلَةِ».[سنن ابن ماجه1642] ژباړه: په دې میاشت کې الله لره د اور څخه آزاد کړل شوي بندګان شته او دا کار هره شپه کېږي.
یعنې د روژې مبارکې میاشتې په هره شپه کې الله پاک ډېر خلګ له اور څخه آزادوي او دا د انسانانو لپاره لويه بريا ده چې د همدې مياشتې په برکت الله تعالی ددوی په نصيب کړې ده.
الله پاک دې موږ ټول په دې مبارکه میاشت کې د هغو خلګو څخه وګرځوي چې الله پاک يې د اور څخه آزادوي.
دوام لري…

  مولوي نورالحق مظهري

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *