دینې لیکنېلیکنې

روژه د برکتونو میاشت! څلورمه برخه

پنځم برکت:
بل برکت ددې مياشتي دا دی چي دا مياشت د سخاوت او پېرزويني مياشت ده له همدې کبله پدې مياشت کي رسول الله صلی الله عليه وسلم سخاوت ډېر کاوه لکه په حديث کي چي راځي: كان رسول الله صلى الله عليهم وسلم أجود الناس وكان اجود ما يكون في رمضان.[متفق عليه] ژباړه: رسول الله صلي الله عليه وسلم تر ټولو خلکو سخي وو خو د روژې په مياشتي کي بيا بيخي ډېر سخي وو.
پدې خاطر چې پدې میاشتي کي د انسانانو نیک اعمال د دې ترڅنګ چي د قبلېدلو درجې ته ډېر نژدې دي څو برابره ورته حسابل کیږي نو ځکه رسول الله صلی الله علیه وسلم هم پدې میاشتي کي ډېر سخاوت کاوه او د نورو مسلمانانو لپاره هم پدې میاشتی کي سخاوت ډېر ثواب لري.
همدې ټکي ته په پام چي څومره مو په وسه وي په دې مياشتي کي بايد صدقات او خيراتونه ورکړو او له اړمنو انسانانو سره ډېري مرستي وکړو تر څو هم دغه برکت لاسته راوړو او هم مو د نيکيو تله درنه سي. دوام لري…

مولوي نورالحق مظهري

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *