بېلابېلې لیکنېلیکنې

روژه ماتي او د خرما ګټې!

نبي صلى الله عليه وسلم فریایلي؛ (په خورما روژه ماتولو كې لوى حكمت او پټ راز دى)
دا چې ولې په خرما روژه ماته کړو ځینې ګټې موږ درسره شریکوو:
۱- له خرما سره روژه ماتی انرژي ډېروي.
له خرما سره روژه ماتول د بدن هغه انرژي پوره کوي چې په ټوله ورځ کې مو لاسه وړکړې ده. دا چې په روژه کې ټوله ورځ د بدن قندي مواد مصرفیږي کله چې روژه ماتی په خرما وشي، نو په وینه کې قندي مواد زر پوره کیږي، د سبا لپارهم بدن ته قوت درکوي چې روژه ښه تیره شي.
۲- خرما سره روژه ماتی د معدې فعالیت ښه کوي.
دا چې روژه معده له خوړو څخه خالي ساتي، ویني ته هېڅ كوم څيز د روژې پرمهال نه ورځي، ترڅو چې د بدن نورغړي تقویه شي، خو خواږه خواړه چې د هغې له ډلې خرما هم ده، تر نورو خوړو ویني ته په چټكتيا سره انرژي ورکوي. خرما په بدن کې په اسانۍ سره جذبیږي. خرما په معده کې د زیاتو اسیدونو په له منځه وړلو کې مرسته کوي. په معده کې د اسیدونو له زیاتیدلو سره انسان ته د زړه درد پیدا کیږي.
۲- له خروما سره روژه ماتی اشتیا مناسبوي.
کله چې پر خوږو خوړو روژه ماته شي، په ځانګړې توګه پرخرما، ګټه یې د مسلمان لپاره دا ده، چې وروسته یې بيا ډېرې ډوډۍ خوړلو ته اشتها نه وي، دومره خوري، څومره يې چې اړتيا وي.
۴- خرما د ناروغیو مخه نیسي
هره ناروغي د کمزورۍ نه پیدا کیږي، دا چې په روژه کې بدن ډیر کمزوری شي بیلا بیلې ناروغي مینځ ته راځي.
روغتیا پالان په خرما کې د سرطان ضد مګنیزم له شتون څخه یادونه کوي، همداراز وايي، د روژې په مبارکه میاشت کې له دې میوې څخه ډیره ګټه اخیستل د دې میوې خوراکي ارزښت په ګوته کوي او د شکرې ناروغۍ د کچې په راکمولو کې ډیره مرسته کوي.
۵- خرما بهترین خواړه دي
روغتیا پالان وايي، خرما یوه مکمله غذا ده، چې د نورو ګټورو موادو ترڅنګ د ويټامین B1،B2، B6 او B12 مهمه منبع ګڼل کیږي چې ستړیا له منځ وړي، د تیزې لوږې مخنیوی کوي، انسان په کنټرل کې راولي، غصه ختموي، روحي خوشحالي رامنځه ته کوي، د زړه والونه خلاصوي، نو له همدې امله د رژماتي پر مهال خوړل کیږي

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *