شعرونه

روژې ته!

څه له جلاله ډکې، څه جمالي شېبې دي
د ځمکې رنګ به لري، خو اسماني شېبې دي
سترګې له خوبه ډکې، په ژبه ياد د جانان
زړه کې سرور په څپو، هو؛ طلايي شېبې دي
نه اندېښنې او وېره، نه د دنيا تصور
څه له پرتمه ډکې، څه جنتي شېبې دي
محبوب نږدې راغلى، د زړګي ور ټکوي
بايد ور پاڅېږمه، د هرکلي شېبې دي
ټپي زړګي ته راوړم، بيا يو سپېڅلى مرهم
بيخي د ژوند په بيه، کله عادي شېبې دي
د روژه ماتي مزه، په بل طعام کې نشته
په ځينو ډېرې سختې، د پېشنمي شېبې دي
د جانان غږ پرانېستې، وخت د ليدن راغلى
د بې ريباره مينې، امتحاني شېبې دي

ګل رحمان رحماني

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Check Also
Close