شعرونه

رښتينی عشق !

وګوره رښتني عشق تر داره پورې راوستم
شکر پاکې مينې مې تر ياره پورې راوستم
ډېرې تورې شپې مې د وحشت په غېږ کې روڼې کړې
دغه دی شوګير مې تر سهاره پورې راوستم
تېر يې کړم له سترو او ستومانه پړاوونو نه
جام د شهادت مې تر قراره پورې راوستم
خير دی که د څو ورځو ژوندون مې مرګي واخستو
هجر تر وصال او تر ديداره پورې راوستم
اې د خدای د مينې درده سل ځلې در ځار شمه
څنګه دې د حسن تر بازاره پورې راوستم
دې خوږو شيبو مې د عمرونو تنده ماته کړه
زه يې تر کوثر او تر نګاره پورې راوستم
څو د وينو پلونه مې ذاکره پر لار پرېښودل
سم يې د ښکلا تر لاله زاره پورې را وستم

مولوي هاشم ذاکر

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Check Also
Close