بېلابېلې لیکنېلیکنې

رښتينې شتمني د مثبت فکر، مینې، شوق او لېوالتیا زېږنده ده

کلونه وړاندې د یوه ځوان یوازېنۍ هیله دا وه چې خلکو ته د طبابت له لارې خدمت وکړي، خو بېوزلي یې د دې لامل شوې وه چې تر لسم ټولګي پورته زده کړې ونه شي کړای. هغه په یوه روغتون کې د عادي کارګر په توګه دنده واخیسته، د روغتون د خونو غولي، ښیښې او د ډاکترانو مېزونه به یې پاکول. عادت یې و چې د شپې به یې د خپل خوب کوټه کې تر ویده کېدو مخکې ذهن کې ځان ته د لوی ډاکتر تصویر جوړاو. فکر یې کاو چې ګواکې لوی ډاکتر دی او له نورو ډاکترانو سره څنګ په څنګ سپینه چپنه کې چې سټېټس کوپ یې پر دواړو اوږو را پروت وي، د روغتون په هره کوټه پر بسترونو ګرځي او د ناروغانو پوښتنه او درملنه کوي. هغه له روغتون نه هغه بنر چې د ډاکترانو نومونه پرې د رتبې له مخې لیکل شوي وو، د خپل خوب کوټې ته راوړی و او د خپل کټ مخامخ یې پر دېوال ځړولی و.
دا چې ده پر ځان باور درلود او تل یې مثبت فکر کاو، نو نوم یې د روغتون د ډاکترانو په ذهنونو کې پاتې شو او تر هغه چې خوب به نه و وړی، مخامخ بنر ته به یې کتل او په خپلو هیلو کې به غرق تللی و. نه پوهېږم څومره وخت به ده دا ډول خوبونه لیدل او دغه کار ته به یې ادامه ورکړې وي، خو له شک پرته چې دغه څه به یې د ډېر وخت لپاره تکرار کړي وي، د روغتون یوه ځوان ډاکتر له دې کبله چې دغه کارګر خپل کارونه په سم ډول ترسره کول، له خلکو سره یې ښه چلند درلود، په وزګار وخت کې یې ده ته دغه کار هم وسپاره چې د جراحۍ سامانونه ضد عفوني یعنې په جوش اوبو پرېمينځي.
څه موده وروسته یې د پېچکارۍ لګول او له ناروغانو سره یې لومړنۍ مرستې کول هم د ډاکتر په خوښه پیل کړل او همداسې په ترتیب سره له عادي کار کوونکي څخه د ډاکتر نرس او دستیار جوړ شو. له څه مودې وروسته ډاکتر ورته مشوره ورکړه او ویې هڅاوه چې ولاړ شي او خپلو زده کړو ته دوام ورکړي. بالاخره د ده دغه مثبت فکر پایله ورکړه، دغه ځوان اوس د روغتون عادي کار کوونکی نه، بلکې لکه څنګه یې چې په ذهن کې تصویرونه جوړول، یو لوی او مشهور ډاکټر دی. ده له خپل مثبت فکر سره خپل ټول لیدلي خوبونه په حقیقت بدل کړل.

ژباړه: حمیدالله حمیدي

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *