لیکنېمقالی اوتبصرې

ریښتیا هم انسانیت ستر مذهب دی؟!

یو شمیر کسان دا جمله تکراروي، (انسانیت ستر مذهب دی). پوښتنه دا ده: انسانیت څه ډول یو مذهب دی؟ د چا د خوا رامنځته سوی دی؟ کوم ابعاد لري؟ بل دا چي ددې مفکورې (انسانیت) د پلي کیدو تضمین د چا په غاړه دی؟ په لاندي کرښو کي لنډ بحث پر کوم.

یو شمیر کسان دا جمله تکراروي، (انسانیت ستر مذهب دی). پوښتنه دا ده: انسانیت څه ډول یو مذهب دی؟ د چا د خوا رامنځته سوی دی؟ کوم ابعاد لري؟ بل دا چي ددې مفکورې (انسانیت) د پلي کیدو تضمین د چا په غاړه دی؟ په لاندي کرښو کي لنډ بحث پر کوم.
ډیر ځله ځيني مفاهيم په خورا خوږو جملو کي د غرب د خوا اسلامي اُمت ته تزریق کبږي، چي په ښکاره ښه معنا ورکوي، مګر تر شا یې ددې لارې یو زهرجن فکر اُمت ته انتقاليږي، چي یو د هغو څخه یې همدا (Humanity Is Big Religion) یعني انسانیت ستر مذهب دی.
د انسانیت مذهب مفکوره په ۱۶۴۸زیږدیز کال کي د کلیسا د استبداد او ظلم په عکس العمل کي رامنځته سوه. د کلیسا څخه د ډیرو کسانو سرکښي ددې سبب سوه، چي د خلګو په مذهبي اړخ کي خلا رامنځته سي، وروسته ددې خلا د ډکولو لپاره یوه حل لاره د طبيعي دین یعني انساني مذهب په نامه را وټوکید. په داسي حال کي چي دغه انساني مذهب تر اوسه هيچا نه دی پیژندلی او اصلاً په مشخص ډول تعريف سوی هم نه دی، چي څه ډول مذهب دی؟ کوم اصول لري؟ څه ډول عمل به وی؟ او څرنګه د ژوند چاري په تنظيم سي؟
آیا همدا انسانیت دی چي نر د نر یا ښځه د ښځي سره په عام ډول واده کوي؟ که هغه انسانیت دی، چي لوڅ بدن په بازارونو کي ګرځي؟ آیا دا انسانیت دی، چي مور پر کوچنۍ اشتباه تحقیریږي؟ او که دا انسانیت دی، چي تر اولادونو کورنۍ سپی آرزښت ورته لري؟
دغه انسانیت هیڅ واحد تعریف نه لري، چي خلک عمل ورباندي وکړي او نه هم تر شا یو مادي یا معنوي قوه لري، چي د نه پلي کولو په صورت کي مکافات او مجازات ورکړي.
ددې هر څه سره سره بیا هم د انسانیت د مذهب په نامه کوښښ کيږي چي د اسلام او کفر تر منځ عقيدوي اختلاف د منځه یوسي. په هر څه کي باید عقیده شا ته سي او انسانیت ته لومړيتوب ورکړل سي. دوی هڅه کوي چي د خلکو پر خپلو عقایدو باور او ژمنتیا کمه کړي او دغه تګلاره د یو بديل په توګه وړاندي کړي. په داسي حال کي چي پرته د اسلام څخه اصلق انسانیت شتون نه لري او که څوک واقعي انسانيت پالي باید اسلام ومني، ځکه اسلام دی چي انسانانو ته د مال، ځان او ناموس د خوندیتوب روحیه ورکوي. اسلام دی چي د مشرانو احترام، پر کشرانو شفقت او پر حیوانانو ترحم ته خلک را بولي. اسلام دی چي خلک دې هڅوي، تر څو خپل مال د نورو سره شریک کړي او صدقه وکړي. دا انسانيت چي څه ځان ته خوښوې، باید نورو ته يې هم خوښ کړې او څه چي ځان ته نه خوښوې، باید نورو ته يې هم خوښ نه کړې، چا را ښوولی دی؟ دا انسانیت چي د مور او پلار تر پښو لاندي ستاسو بریا ده، موږ ته چا ښوولی دی؟ چي د یتیم پر سر د شفقت لاس تیرول د کوم مذهب اصل دی؟
الله سبحانه و تعالی فرمایي: او وي دی (تل) له تاسي یوه ډله چي بولي (خلک) په طرف د خیر او امر (حکم) کوي (خلکو ته) په معروف (نیکۍ) سره او منع کوي (خلک) له منکر (بدی) څخه او دغه (کسان) هم دوی دي په مراد رسیدلي. (سورت العمران – آیت ۱۰۴)
په دې معنا چي اسلام تر ټولو غوره تګلاره ده او مسلمانان تر ټولو غوره انسانان دي.
نو ویلای سو: د «انسانیت ستر مذهب دی» مفکوره هم د نورو نیمګړو بشري مفکورو په څیر د انسانانو ستونزي نه سي حلولای. یوازي اسلام دی چي انسانیت ته په تر ټولو ستر آرزښت قایل دی او د انساني کرامت ژغورل یې د اسلامي عقیدې او نظام په رڼا کي تضمين کړي دي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Check Also
Close