افغانستان

زابل کې د غنمو کرکیله ډېره شوې

د زابل د کرنې ریاست چارواکي وايي، سږ کال په دغه ولایت کې د غنمو کرکیله ډېره شوې چې حاصلات به يې هم د تېر کال په پرتله ۵۵ سلنه ډېر وي. د یاد ولایت د کرنې، اوبولګونې او مالدارۍ رييس وايي، سږ کال له يوې خوا کافي اورښتونه وشول او له بلې خوا دوی وار له مخه پر زرګونو کروندګرو د غنمو اصلاح شوی تخم او کېمياوي سره ووېشل چې د غنمو ډېر کر ته يې لار هواره کړه هغه زياته کړه تېر کال په مرکز کلات او ولسوالیو کې په تخميني ډول پر ۱۰ زره هکتاره ځمکه غنم کرل شوي وو چې ۱۷ زره ۶۰۵ تنه حاصلات ورڅخه ترلاسه شوي وو، خو سږ کال په ۱۳ زره هکتاره ځمکه غنم کرل شوي چې په تخميني ډول به ۳۰ زره ۴۶۰ ټنه حاصلات ترلاسه ترلاسه شي. نوموړی وايي، په دې توګه به سږکال په یاد ولایت کې د غنمو حاصلات ۵۵ سلنه ډېر وي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *