افغانستاناقتصاد او رغونه

زابل کې د لومړي ځل لپاره د سوداګرۍ خونه پرانیستل شوه

زابل کې د لومړي ځل لپاره دسوداګرۍ خونه پرانیستل شوه چې د سوداګرو په وینا، د دې خونې په پرانیستلو سره به د دغه ولایت صادرات د پخوا په پرتله ډېر شي.
د زابل دسوداګرۍ خونې دپرانیستلو په مراسمو کې یو شمېر چارواکو او سوداګرو ګدون درلود. د سوداګرۍ خونې رییس محمدیونس مهمند وویل چې د دې خونې په پرانیستلو سره به د دغه ولایت د سوداګرو او دولتي چارواکو ترمنځ همغږي رامنځته او ترڅنګ به یې د نړۍوالو پانګوالو سره د اړیکو او تجارت دروازه هم پرانیستل شي او سوداګر به په ښه توګه تجارت ته لاسرسي پیدا کړي. مهمند زیاته کړه، زابل یو کرنیز ولایت دی چې خپل ځانګړي محصولات لري چې د صادراتو، بازارموندنې او پروسس لپاره به یې زمینه هم برابریږي او سوداګر به خپله پانګونه کوي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *