روغتیا
زابل کې د معتادينو وقایوي مرکز پرانیستل شو
د زابل د عامې روغتیا ریاست مسوولین وايي، چې په دغه ولایت کې د UNODC موسسې له لوري د روږدو کسانو لپاره وقایوي مرکز پرانیستل شو.
د دغه ولایت د عامې روغتیا رئیس ډاکټر میرویس افغان باختر آژانس سيمه ييز خبريال ته وويل، چې د دغه مرکز په پرانیستلو سره به د روږدو کسانو په شمېر کې کموالی راشي او هغه کسان چې په نشه یي توکو روږدي وي په دغه مرکز کې به ورته وقایوي خدمتونه وړاندې کېږي.