افغانستان

زابل کې د ښځو اسلامي حقونو اړوند لسګونه قضیې حل شوې

د عالیقدر امیرالمٶمنین حفظه الله د هغه فرمان له مخې چې ښځو ته د اسلامي حقونو د ورکړې په برخه کې صادر شوی، د زابل په کچه اړوندو ادارو ۳۸ قضیې حل کړې دي.

د دغه ولایت د عدلیې رٸیس مولوي عبدالوارث خلیل باختر آژانس ته وویل، چې په تېره میاشت کې یې شاوخوا د ښځو د حقونو اړوند ۳۸ قضیې، چې د مهر، نکاح او میراث اړوند وې په ښه توګه حل او د اسلامي شریعت له مخې فیصلې ترسره کړې دي.

په همدې مهال د زابل د اطلاعاتو او کلتور رٸیس مولوي رحمت الله حماد وویل، چې د عالیقدر امیرالمٶمنین حفظه الله، ښځو ته د اسلامي حقونو د ورکړې فرمان د تطبیق لپاره یې په ولایتي کچه د رسنیو مسوولینو سره ناستې کړي او له دوی څخه یې غوښتي چې د ښځو د اسلامي حقونو د ورکړې په برخه کې دیني عالمان وغږوي او خلکو ته د ښځو د اسلامي حقونو د ورکړې پیغام ورسوي.

ورته مهال د زابل د ارشاد، حج اوقافو رٸیس مولوي محمد اسلام واسع باختر آژانس ته وویل، چې د عالیقدر امیرالمٶمنین حفظه الله د دې فرمان په اړه له دیني عالمانو سره ناستې ترسره کړي او ترې غوښتي یې دي چې د ممبر له لارې دې د ښځو اسلامي حقونو ورکړې په برخه کې خلکو ته د اسلامي اوامرو پیغام ورسوي، او دوی به لاهم دا پروسه تعقیب کړي.

یو تن دیني عالم مولوي دوست محمد د عالیقدر امیرالمٶمنین حفظه الله د دې فرمان د هرکلي ترڅنګ وايي، چې ښځه د اسلامي احکامو په رڼا، کې د خوښې نکاح، شرعي مهر او میراث کې حق لري او په دې برخه کې قرانکریم واضح بحث کړی دی.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *