کالمونه

زمان نظر داد دی

سالمزی

زما نظر دا دی چې اسلام یو کامل دین دی او د هر چا حقوق پکې خوندي دي، د بیلګې په توګه د مورو پلار حقوق، د اولاد حقوق، د ښځې حقوق، د مشرانو حقوق، د استاد حقوق، او په امیر د خپل رعیت حقوق او داسی نور په اسلام کې واضح او څرګند دي خو یو شی چې نن یې بازارتو د دی او د هر چا په خوله دغه خبره زمزمه کیږي او نړۍ یې په سر راخیستې ده هغه د ښځو حقوق دي، ښځو ته د تعلیم او کار حقوق دي که تاسي د بشریت تیر تاریخ ته نظر واچوۍ نو په لومړۍ سرکې هم مشرکاڼو ښځې ته د یوه حیوان په سترګه کتل خپلې لوڼې به یې ژوندۍ ښخولې او په ټولنه کې ورته د ښځې شتون عار او شرم ښکاریده د بشریت د ستر لارښود حضرت محمد(ص) په بعثت سره ښځې ته په انساني ټولنه کې د غړیتوب حق ورکړل شو ښځه په اسلام کې د خزانې د وزیر په توګه ومنل شوه ځکه یې په سړیو د ښځو نفقه فرض وګرځوله او ښځه یې له دې مسؤلیت څخه خلاصه کړه چې د خپلې کورنۍ لپاره د نفقې پیدا کول په غاړه واخلي، خاوندان یې مکلف کړل چې خپلو کورنیو ته د حلال تجارت، مزدورۍ او دندې له لارې دغه ستونزه هواره کړي ښځه یې په اسلام کې سرلوړې او عزت منده کړه او جنت یې هم د مور د قدمونو په لاندې کولو سره وویاړله خو په غربي نړۍ کې ښځه د یوې ګوډیانکې حیثیت لري او د جنسي خواهیشاتو د پوره کولو د یوې الې په توګه استعمالیږی او په هیڅ انساني کرامت او ارزښت ورته ندي قایل چې ښځه هم انسان دی او په ټولنه کې ورته حقوق ورکړل شي، حیواني ژوند لري او د حیواناتو په څیر عمل ورسره کیږي.
په اسلام کې امیر او مسؤل په خلکو خاکم نه بلکې د ولس خادم ګڼل کیږي او ورځنیو ستونزو ته د قرآني قانون په رڼا کې رسیدنه کیږي او د خپل د رعیت له حالت څخه ځان خبرول د وخت د امیر اساسي مکلفیت او مسؤلیت ګڼل کیږي. زموږ ملت د اسلامي نظام د حاکمیت لپاره بې مثله قربانۍ ورکړي دا په دې خاطر چې د خدای(ج) په ځمکه الهي قانون حاکم شي عدالت رامنځ ته شي او مسلمانان په امن او د ورورۍ په فضاء کې ژوند وکړي افغانانو نړۍ ته ثابته کړه چې اسارت او غلامي نه مني او له دغسي ژونده ورته د شهادت مرګ بهتر بریښې، نړیوال دې افغانان بار بار نه ازمایې، پریږدۍ چې خپلې ستونزې خپله هوارې او خپل سرنوشت پخپله وټاکي. دا خبره منو چې د ښځو په باره کې ځیني ستونزې چې غربي مستکبرو زمامدارانو زموږ په ملت تحمیل کړي او موخه یې د اسلامي امارت او ملت ترمنځ فاصله ایجادول دي قصداً طرحه شوي خو چارواکي پوهیږي او د لا زمو شرایطو په رامنځ ته کولو سره به دغه ستونزو ته هم د پای ټکي کیښودل شي، زموږ ټول هېوادوال به په ډاډه زړه او د مسؤلیت په فضا کې خپل اولادونه ښوونځیو او پوهنتونو ته واستوي، نور دې کفرې نړۍ زموږ په کورنیو چارو کې د استخباراتي او تبلیغاتي جګړې لاس واخلي، موږ د یوه ملت او مستقل هېواد په توګه د نړۍ په دې خاورینه کره کې د خپل اسلامي قانون په چوکاټ کې داوسیدو حق لرو دغه آزادۍ مو د سرونو په بیه تر لاسه کړې او د سرونو په بیه ترې دفاع او ساتنه کوو. و من الله توفیق

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Check Also
Close