کالمونه

زما نظر دادی

زما نظر داددی چې فطرت په کایناتو د رنګونو څادر وغوړاوه، زوړ کال پای ته ورسید او نوی کال پیل شو، ځمکه په رنګا رنګ ګلانو وپوښل شوه، بلبلان باغو ته راغلل او د خوښی نغمې یې پیل کړې، طبیعت رنګینې جامې واغوستې د ژمي اوږدې سړې شپې تېرې شوي، هوا معتدله شوه شپې او ورځې سره برابرې شوې دهقانان د پسرلی په راتګ سره په خپلو ځمکو او باغونوکې د ډول ډول نیالګیو په کښینولو بوخت دی، ځوانان، علمي کدرونه، او حکومتی چارواکي په نوو پروګرامونو، نوي فکر او په نوو پلانونو بوخت دي.
هر څوک پدې هڅه کې دي چې د نوو پلانونو په عملي کولو سره خپل هیواد او ملت ته د خوښۍ زیری ورکړي تر څو د خپل علم او پوهې پر مټ خپل ګران او محبوب وطن له بدمرغیو وژغوري او د خپل ځوریدلي ولس د هوساینې او پر مختګ، اقتصادي پیاوړتیا، زراعتی ودې او هیواد والو ته د کار موندنې او تعلیم په برخه کې داسې اسانتیاوې رامنځ ته کړي چې نور زموږ جنګ ځپلي هیواد وال بهرنیو ملکونو ته د درملنې، تعلیم او کار موندنې په برخه کې د تک اړتیا پیدانکړي له خپلو طبیعي ذخایرو څخه د خپلو متخصصینو د پوهې او علم پرمټ په کور دننه ګټه واخلو او دې ته محتاج نشو چې خارجیان راشې زموږ ذخایر راوسپړي او یا هم په بهرنیو مرستو تکیه وکړو افغانستان د طبیعي ذخایرو په درلودلو سره د نړۍ تر ټولو شتمن هیواد دی.
زموږ هیواد د اسیا د لویې وچې په زړه کې موقیعت لري چې طبیعی مناظر او ذخایر یې د د نیاوالو زړونه لیدو ته هڅوي.
هغه څه چې موږ یې نه لرو په هغې باید د سره غور وکړو او هغه چې لرو یې سالمه ګټه ترې واخلو او نور چاته د دې وخت او اجازه ورنکړو چې زموږ په کورنیو چارو کې د لاس هنو په اساس خپلې شومې موخې تر لاسه کړي.
د نوي کال په پیل او د پسرلي په راتک سره موږ ته هم په کار ده چې خپل افکار نوي کړو او په خپلو پلانونو کې بدلون راولو د خپلو سر شارو سیندونو څخه د برښنا په برخه کې ګټه واخلو د خپلو شاړو ځمکو د خوړبولو لپاره اساسي سیستم جوړ کړو ځکه چې زموږ هیواد زراعتي دی او که پدې اړه کوټلي قدمونه پورته شي یواځې د هلمند ځمکې د افغانستان لپاره د غلجاتو بسنه کوي.
همدارنګه که د کونړ په سیند د برښنا بند د جوړولو پلان عملي شی د هیواد په کچه برښنایی ستونزې حلولی شي او موږ دې ته نه اړ کیږو چې له نورو هیوادنو څخه برښنا وارده کړو پکار ده چې زموږ چارواکي د صادراتو او وارداتو په برخه کې هم سوداګرو ته لازمې اسانتیاوې رامنځ ته کړي او په دې شکل موږ وکولی شو چې په خپلو پښو ودریږو او دې ته اړ نه شو چې نورو ته د احتیاج لاسونه اوږده کړو.

سالمزی

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Check Also
Close