کالمونه

زما نظر دادی

سالمزی

زما نظر دادی چې نوی کال پیل شو او ترڅنګ یې د پسرلی ګلورینو وږمو هم هوا معطره کړه تیر کال مو د یو لړ اقتصادي بندیزونو او نړیوالو فشارونو لاندې په داسي حال کې چې د فقر او غربت لمن د هیواد ترهر کنج رسیدلې وه په نشه یې توکو روږدو په میلیونونو افغانانو د کابل د ښار واټونه او کوڅې په تورولوګیو او چټلیو لړلې وي او د پل سوخته چې د پوډریانو په مرکز اوښتي و د ګنو ستونزو سره مخ کړي وو خو الله الحمد په دې بریالي شو چې د هیواد بهرنیو او کورنیو دښمنانو ته ثابته کړو چې زموږ واحد ملت یو موټی دی او نور به هیچاته دا اجازه ورنه کړي چې په مستقیم او یا غیر مستقیم شکل زموږ په چارو کې مداخله وکړي او یا هم د ملت او حکومت ترمنځ د بې باورۍ فضأ رامنځ ته کړي پداسي حال کې چې پدې اړه د بهرنیو هیوادونو له لوري پراخ رسنیز تبیلغات لا هم جریان لري او له دې لارې غواړي خپل اهداف او موخې ترلاسه کړی هغوی په نظامي ډګر کې ماته خوړلې او بیا به هیڅکله افغانستان ته د اشغال په نیت هیڅوک هم زړه ښه نه کړي له دې واقعیتونو هیڅوک انکار نشي کولی اسلامي امارت د هیواد په ټولو برخو منظم او مکمل کنټرول لري، ډاډمن امنیت رامنځ ته شوی د حکومت او نظام چارې له پردیو مرستو پرته په غوره او شفاف ډول مخ ته ځي د نړیوال استعمار وروستۍ مذبوحانه هلې ځلې او هیلې ور شنډی کړي د نړیوالو سره د تعامل له لارې په ۱۳ هیوادونو کې سفارتي استازي عملاً په کار بوخت دي د هیواد په ځینو مهمو پروژو او عمومي سرکونو کار روان دی د پلازمېنې کابل چوکونه په نوی بڼه جوړ او رغول شوي دي په زرګونو روږدي کسان د هیواد له بیلابیلو سیمو راټول او د درملنې په موخه روغتونوته ورپیژندل شوي دي چې زیات شمیر د درملنې وروسته خپلو کورونو تللي دي د نشه یې توکو کښت بند او د قاچاق مخه یې هم نیول شوې ده د امیر المومنین مولوی هیبت الله حفظه الله وروستیو فرمانونو ملت لا نور هم پخپل حکومت ډاډه او باوری کړی دی هیله مندیو چې د نوی کال په راتګ سره به د هیواد د ترقۍ او پرمختګ په برخه کې نور ګټور پلانونه جوړ او عملي شي راځئ چې د نوی کال په پیلیدو سره په ګډه د هیواد د آبادۍ آزادۍ ساتلو او سمسورتیا لپاره مټې را ونغاړو او خپل یووالی نړۍ ته ثابت کړو. و من الله توفیق
د یو موټی او سمسور افغانستان په هیله

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Check Also
Close