کالمونه

زما نظر دادی

سالمزی

زما نظر دادی چې په افغانانو خو دا شل کاله هغه مفسدینو، خاینینو، غدارانو او د پردیو په استخباراتو پوري تړلو ایجنټانو او غاصبینو حکومت وکړ چې افغانستان یې د مفسدو هېوادونو د لیست سرته ورساوه دا شل کاله مو له هغوی سره ګوزاره کوله خو له بده مرغه چې له اسلامي امارت سره وخت تیرول او هغوی ته وخت ورکول درته ستونزمن ښکاري افغانانو ورونو او خویند و د کورنیو او بهرنیو دښمنانو په پوچوا و بې ځایه تبلیغاتو مه غولیږۍ دا حقیقت به تاسي ته وخت او تاریخ څرګند کړي چې نړیوال استکبار چې امریکايې قیادت کوي زموږ د هېواد او ملت د آبادۍ، ترقۍ او زموږ د ملت د پرمختګ او هوساینې غم ندې راخیستي او هغوي زموږ سره په مخامخ جګړه کې ما ته خوړلې، اوس غواړي په غیر مستقیم شکل د ملت او حکومت ترمنځ د نفاق زهر وشیندي او په دې وسیله د حکومت او ملت ترمنځ فاصله رامنځته کړي او خپلې موخې تر لاسه کړي.
اسلامي امارت مسئولیت لري او د ملت غوښتنو او پوښتنو ته به په خپل وخت ځواب اورسیدنه کوي او دا د هغوی مکلفیت او دنده ده، بهرنیان حق نه لري چې د نورو په چاروکې لاس وهنه وکړي، راځۍ دا ترخې تجربې بیا تکرار نکړو چې هیڅ پایله نلري موږ په ډیرو پسي په پټو سترګو اقتدا وکړه نور باید دغه ذهنیت ته د پای ټکی کیږدو لکه چې ما د خپل شعر په یو بیت کې ویلی دي:
ترڅو به دړندو په څېر د نورو په اوږوځو!
پخپله نورې سترګې غړول غواړي ملګرو
د لاس یوه یوه ګوته ماشوم هم شي ماتولی!
حالات رانه قوي غوندې منګول غواړې ملګرو
د یو موټي او غوړیدلی افغانستان په هیله
ومن الله توفیق

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Check Also
Close