کالمونه

زما نظر دادی

زما نظر دا دی چې د رمضان‌المبارک (روژی) میاشت د رحمت، مغفرت، د جهنم له اور څخه د خلاصی، ترحم او عاطفی میاشت ده د دې مبارکې میاشتې په رارسیدو سره په نوره نړۍ کې شتمن مسلمانان او سوداګر پخپلو تجارتي او د اړتیا وړ سوداګریزو خوراکي توکو قیمتونو کې کموالی راولې ترڅو بې وزله مسلمانان یې د رانیولو توان ولري. هغوی چې ډېر غریبانان وي او د رانیولو توان یې نه لري بډایه او شتمن مسلمانان مرسته ورسره کوي خیراتونه او صدقې ورکوي او د خپلو بې وزله ورونو لاسنیوی کوي، خو زموږ په هېواد کې بیاخبره برعکس ده، دلته چې د روژې مبارکه میاشت راورسیږې نو د اړتیا وړ توکې چې پخوایې قیمت پنځه افغانۍ و په روژه کې یې قیمت ترشلو افغانیو هم لوړیږي او هیڅ انساني ترحم او د روژې د ثوابونو او برکتونو خیال په کې نه ساتل کیږي چې هر عمل په کې یو په او یا ثوابونه او اجرونه لری. زموږ بې وزله هېوادوال چې غربت یې د نړیوالو خبري سرچینو د سرټکي جوړوي راځئ د خپلو هغو اړمنو خویندو بې سرپرسته کونډو، یتیمانو، معیوبینو او معلولو ورونو لاسنیوی وکړو چې هیڅ مدرک نه لري چې په دی سره به د بې وزله او اړمنو خلکو زړونه په لاس راوړو ځکه الله د انسان زړه الله جوړکړی او کعبه د انسان په لاس جوړه شوې ده لکه چې شاعر وایې:
د خلیل تر کعبې دا کعبه ده لویه
چې څوک جوړ کاندې ویران حرم دزړه
راځئ د انساني کرامت درناوی وکړو او خپلې شتمنۍ چې الله رب العزت راباندې لورولي دي د الله(ج) په لاره کې د مدرسو او له خپلو فقیرو هېوادوالو سره په مرستو، صدقو او خیراتونو ولګوو ترڅو مو دنیا او آخرت دواړه جوړ او روښانه شي، لکه چې وایې صدقه مصیبتونه دفع کوي او الله(ج) به مو له دنیاوي مصیبتونو څخه په امن کې کړي.
و من الله توفیق

سالمزی

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Check Also
Close