کالمونه

زما نظر دادی

زما نظر دادی چې د روژې مبارکه میاشت د مسلمانانو لپاره یوازینی چانس دی چې الله رب العزت خپلو بنده ګانو ته د ګناهونو د بښلو لپاره یوه موقع ورکوي چې لومړۍ لس ورځې یې د رحمت دوهمه عشره یې د مغفرت او وروستۍ لس ورځې یې له جهنم څخه د خلاصي او نجات ورځې حسابیږي په دې کې ټولو هغه مؤمینانو ته بښنه کیږي چې په صحیح شکل یې روژه نیولې وي له غیبت څخه یې ځان ساتلی وي، په حلال رزق یې روژه ماته کړې وي، طاعت او عبادت یې کړی وی، داسي نه چې روژه نیسي خو لمونځ په کې نه کوي ځکه چې د لمانځه فرضیت له روژې څخه مخکې دی په دې کې هر فرضي عمل یو په او یادی او هر نفلي عبادت په فرضو حسابیږي موږ او تاسي ټول کمزوري انسانان یو په هره عمل کې هغه رنګ اخلاص چې الله یې له موږ څخه د عمل غوښتنه کوي نه شو ادا کولی او ضرور نیمګړتیاوي په کې موجودې وي د هر روژه ماتي په مهال الله د خپلو بنده ګانو یوه دعا ضرور قبلوي د الله(ج) څخه د خپلو ګناهونو د مغفرت دعاګانې وغواړو چې الله زموږ په حالت رحم وکړې زموږ عمل ته مه ګوره ته په موږ خپل ځانګړی رحم وکړې، او زموږ دانا چیز او نیمګړی عمل او عبادت پخپل دربارکې قبول او منظور کړې د روژې له یوویشتمې څخه تر نهه ویشتمې پوري یوه شپه چې د لیلة القدر په نوم یادیږې چې له زرو میاشتو څخه بهتره ده، په دې میاشت کې الله رب العزت اول آسمان ته راځي او په پیشمني کوونکو باندې رحمت وروي او دعایې قبلوی، نو لازمه ده چې له دغه فرصت څخه عظیمی ګټه واخلو عبادت وکړو، قرآنکریم تلاوت کړو له خپلو ګاونډیانو او بې وزلو مسلمانانو ورونو، کونډو، یتیمانو او بې سرپرسته خویندو او ورونو سره همکاري او مرسته وکړو په داسي حال کې چې یو ګیلاس اوبه او یا هم یوه کجوره به د قیامت په ورځ یو انسان له اور څخه ژغوري. په خپلو شتمنو هېوادوالو هغه که په داخل او یا هم له هېواده بهر دي غږ کوو چې خپل مظلوم هېوادوال له پامه ونه غورځوۍ، ستاسي یوه يوه روپۍ کولی شي د هغوی ژوند وژغوري چاچې د چا ژوند وژغوره لکه ټول انسانیت چې یې ژغورلی وی په همدې هیله. و من الله توفیق

سالمزی

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Check Also
Close