کالمونهلیکنې

زما نظر دادی

زما نظر دادی چې وايې خپل عیب دولومنځ دی هیڅوک یې نه ویني همیشه د انتقاد ګوته بل ته نیسو په حقیقت کې یوه ګوته بل ته څلور بیرته تا ته ستیږي موږ همیشه په اسلامي امارت نیو کې کوو منفي اړخ او کمروزۍ ته یې ګوته نیسوخو په مثبتو کړنویې سترګې پټوو داسي مثبتې کړنې چې، هیچایې د مهارولو سوچ هم نشو کولی لمر په دوه ګوتونه پټیږي په واقعیتونو باید د پرد واچولو کوښښ و نکړو واقعیتونه باید درک کړو په هغه برخو کې چې مشکلات لرو باید د هواري هڅه یې وشي له چارواکو سره خپل رغوونکي نظریات او مشورې شریکې کړو ځکه هر کار چې په مشوره وي په هغې کې خیر وي راځئ له بیځایه تخریب څخه لاس واخلو ترمیم پیل کړو ورانول ډیر اسان دي خو جوړول دیر سخت دي همدارنګه د خلکو زړونه ازارول اسان کار دی په یوه ساعت کې کولی شو په لسګونو خلک له ځان څخه خوا بدي او خفه کړو او الله رب العزت هم له ځانه ناراضه کړو خو د یو چا زړه لاس ته راوړل اسان کار ندی موږ باید لومړی قدم کې د انسانیت مقام وپیژنو هغه چې الله(ج) خپل معصوم مخلوق ملایکه علیه السلام، آدم علیه السلام چې انسان ؤ هغه ته په سجده کړل او شیطان علیه لعنت چې ځان لوی وګاڼه تکبریې وکړ او آدم علیه السلام ته یې سجده ونکړله لعنتي شونو تاسي خپله اندازه ولګوۍ چې انسانیت څومره لوي مقام دی الله(ج) فرمايې چې دیو بې ګناه مسلمان په قتل کې د یوې علاقې ټول خلک شریک وي زه به ټول پرې جهنم ته وروغورځوم له دې څرګندیږي چې د انسانیت مقام د الله په نزد څومره لوړ او څومره قیمتی دی.
زما نظر دادې چې موږ باید د ښو او بدو ترمنځ تفکیک وکړو هغه کارونه چې اسلامي امارت له دوه کالو څخه په کمه موده کې وکړل تیرو فاسدو نظامونو چې د نړۍ ۴۸ هېوادو هم فعال حضور درلود د شلو کلونو په لړ کې په دې ندي توانیدلي هغه کارونه ترسره کړي د بیلګې په توګه د غصب لړۍ چې پیل یې دولتي بد معاشانو او بې ډزه قهرمانانو کړی ؤ داسي څوک نه ؤ چې دغه لړۍ یې بنده کړي وايي الحمدلله په دې نظام کې یې مخه نیول شوی او د هېواد په کچه په سلګونو زره جریبه ځمکه له غاصیبنو راګرځول شوې ده د زورواکۍ لړۍ پای ته رسیدلې د امنیت په برخه کې سل په سلو کې ښه والي راغلی او داسي نور فکرمو باید همیش پراخ وي د ښو کارونه ستاینه وشي او په هغه کارو کې چې ستونزې لرو په مشوره ورته د حل لارې چارې وکتل شي د پردیو په تبلیغاتو او پروپاګنډ تیر نه وځو د پردیولاس وهنو ته زمینه برابره نکړو او پخپل هېواد کې ارام او د عزت ژوند وکړو.

ومن الله توفیق

سالمزی

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *