کالمونه

زما نظر دادی

زما نظر دادی چې نوي کال د پیلیدو په درشل کې دی او انسانان هڅه کوي د خپل انساني عقل او پوهې پرمټ له نورو مخکې شي او د تکامل نهایې پوړۍ ته ځانونه ورسوي چې له بده مرغه موږ د نړۍ له دغه پرمختللي کاروان څخه ډیر وروسته پاتي یو، انسانانو د خپل علم او پوهې په وسیله د سپوږمۍ په خیټه هم خپل قدمونه کیښودل او لا نورهم پدې هڅه کې دي چې پرمختګ وکړي او مخته ولاړشي او دغه مسابقه د نړۍ د سترو طاقتونو ترمنځ اوس هم جریان لري، نوی پلانونه جوړوي، اختراع ګانې کوي او یو له بل سره په سیالۍ بوخت دی. اخیر موږ هم انسانان یو په هیڅ شي کې له هیچا څخه کم نو یو. یو وخت زموږ مشرانو د نړۍ په نورو هېوادونو واکمنې کوله خو نن مو پخپل هېواد کې څوک ارام ژوند ته نه پریږدي اخیر په موږ څه شوی ترڅو به موږ د نورو هېوادونو د تپل شویو او نیابتي جنګونو لپاره د خاشاکو په څیر استعمالیږو. راځۍ سر له نن څخه دا هوډ وکړو د نوی کال په رارسیدلو سره د هېواد او ملت د ژغورنې او پرمختګ لپاره ګټور پلانونه جوړ کړو موږ هم انسانان یو او په دې خاورینه کره کې د دنیا د نورو ملتونو په شان د ژوند کولو حق لرو او نور پرې نږدو چې بهرنیان مو په چارو کې لاس وهنه وکړي یو په بل مو ووژني په دې شکل او به خړې کړي او کبان پکې ونیسي. راځۍ خپلې مټې راونغاړو د خپل هېواد او ملت د هوساینې لپاره نه ستړي کیدونکې هڅې وکړو ترڅو د خپل هېواد او ملت د ژوند طوفانې بیړۍ د نجات ساحل ته راوباسو.

سالمزی

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Check Also
Close