کالمونه

زما نظر دادی

زما نظر دادی چې موږ هر کار او هره دنده مخ ته وړو باید په پوره اخلاص سره یې مخ ته یوسو دا ځکه چې په هر کار کې اخلاص د قبولیت لومړی شرط ګڼل شوی که هغه عبادت هم وي خو چې اخلاص پکې نه وی الله ج ته د قبول وړ نه دی نو پکار ده چې موږ په هر کار کې له اخلاص څخه کار واخلو ترڅو هر هغه څوک چې موږ ته دنده او یا بل کوم کار را سپاري باور او اعتماد وکړي څوک چې پخپل ځان باور نلري د نورو باور هم نشي خپلولی راځۍ خپل ځان باوري کړو چې نور هم په موږ باوري شي زیات شمیر بهرني او داخلي دښمنان پدې هڅه کې دي چې د ملت او حکومت ترمنځ یو په بل دبې باورۍ فضأ رامنځ ته کړي او پدې شکل د ملت او حکومت ترمنځ فاصله ایجاد کړي خو افغانان نور پوهه شوي او د کورنیو او بهرنیو دښمنانو په پوچو تبلیغاتو نه غولیږي او په دوی بیاځلي باور حماقت بولي دوی ملت ته امتحان ورکړي لکه چې وایې که یوځلې دې تیرویستم تادې خدای غرک کړي او که دوهم ځل دې تیرایستم مادې خدای غرک کړي افغان مومن او مجاهد ملت د تاریخ په اوږدوکې ډیرې قربانۍ ورکړي ډیرځوریدلي دي د دوی په سرونو د شفقت لاسونه راکاږۍ لکه چې پښتو متل دی تورې دې لالاوهي او مړۍ دې عبدالله وهي قرباني چا ورکړې او مزې چرچې چا وکړې ملت به بیا په هغه چاڅرنګ باور او اعتماد وکړي چې دا ملت یې فقرته کیښنوه ملت به په هغه چا بیا څرنګ باور وکړي چې افغانان یې سوال ته اړکړل بهرنیو هیوادونو ته یې کډوال کړل د ذلت او بې عزتۍ سره یې مخ کړل افغانان به هیڅکله هغه خأینان ونه بښي چې افغانان یې ددغه رنګ بوږ نوونکو حالاتو سره مخ کړي نو لازمه ده چې د اسلامي امارت چارواکي د خپل ملت غوښتنې چې د اسلامي شریعت سره ټکرونلري ومني او خپل ملت ته خپله غیږ پرانیزي ترڅو د بهرنیو او کورنیو دښمنانو دغه وروستۍ هیله چې د حکومت او ملت ترمنځ د فاصلې ایجادول دي هم له خاورو سره خاورې شي ترڅو په خپل ګران او محبوب هیوواد کې خپلواک او سر لوړی ژوند وکړو.
ومن الله توفیق

سالمزی

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Check Also
Close