کالمونه

زما نظر دادی

سالمزی

زما نظر دادی چې نوی کال پیل شو ځمکی هم شین لباس واغوست رنګارنګ ګلان وغوړیدل چمنونه شنه شول او په سرکې یې ډول ډول ګلان کيښودل ونې هم شنې شوې او خپل زوړلباس یې بدل کړ او خپلې تنې یې په شنوپاڼو وپوښلې چینې راوخو ټیدې بلبلان باغو ته راغلل او د پسرلي په راتګ سره یې د خپلې خوښې ترانې پیل کړې دهقانانو هم مټې رابډوهلي او د نیالګیو په کینولویې پیل وکړ د نوی کال په پیل سره د هر چا په ذهن کې نوې هیلې راوټوکیدې وینه په حراکت کې راغله او هر څوک پدې هڅه او هاندکې دي چې د نوی کال په پیلیدو سره نوې پلانونه جوړ کړي او د خپل هېواد او ملت لپاره داسي سهولتونه او د ژوند اسانتیاوي برابرې کړي ترڅو انساني ژوند لاپسي اسان او خوندورشي او د خپل علم او پوهې پرمټ له ژوند څخه خوند واخلي خو دا هر څه یو چا ته په ډالۍ کې نه راځي بلکې د هر څه لپاره چې ته یې په لټه کې یې زخمت او خواري غواړي لکه چې شاعر وايي! چې غوټي پسي وهي پلاس به درشي !
چاویل چې په دریاب کې ګوهر نشته
همدارنګه پښتو متل دی چې وایې بې زخمته راحت نشته هر څه چې ته یې حاصلول غواړی مادي او ځاني قرباني او وخت غواړي راځۍ چې د نوی کال په پیل سره د خپل ګران او محبوب هېواد افغانستان او خپل ځوریدلي ملت د هوساینې او پرمختګ لپاره په ګډه ګتور پروګرامونه او پلانونه جوړ کړو او موجودو ستونزو ته د هواری په لارو چارو غور وکړو ترڅو په دې ترتیب د نړۍ له پر مختللی کاروان سره موږ هم خپل ځانونه د سیالۍ جوګه کړو د تعلیم او تعلوم په برخه کې داسي بنسټیز کارونه ترسره کړو چې هیڅکله مو هېوادوال بهرنیو هېوادونو ته اړ نشي وخت تیریږي او تاریخ پاتي کیږي و من الله توفیق د یوه ودان او پرمختللي افغانستان په هیله

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Check Also
Close