کالمونه

زما نظر دا دی

زما نظر دا دی چې موږ او جاپان په یوه کال آزادي ترلاسه کړې خو تاسي و ګورۍ چې نن یو کوچنی هیواد

سالمزی

زما نظر دا دی چې موږ او جاپان په یوه کال آزادي ترلاسه کړې خو تاسي و ګورۍ چې نن یو کوچنی هېواد د انساني سهولتونو په برابرولو کې څومره رول لري او لمړی مقام یې خپل کړی، موږ چې نن بازار ته ځو اوله دوکان څخه یو ساعت رانیسونو لومړی یې د جوړوونکې هیواد نوم ګورو چې جاپانی وي نوسم دواره یې رانیسو دا ځکه چې جاپانیانو زیار ویستی او د هر شي په جوړولو کې یې زحمت ګاللی، هم یې خپل هیواد جوړکړی او هم یې نړیوالو ته ارزښتمن توکي وړاندې کړي چې نن یې موږ پخپل ځان باوري کړي یو لکه پښتومتل دی چې وایې ټیټ شه چې جګ شي او یا دا چې بې زحمته راحت نشته ترڅو چې موږ خپله اراده ونلرو او خپل هیواد او ملت د نجات، پرمختګ او ترقۍ لپاره پخپله کارونکړو زیارونه با سو زخمت ونه ګالون قربانې ورنکړو نه د خپل ګران او محبوب هیواد خپلواکې ساتلی شو نه پرمختګ کولی شو. همداسي به د غفلت په خوب ویده په تیارو کې پاتي یو، زموږ په وطن کې به دنیابتي او استخباراتي جنګونو لړۍ دوام کوي او استعماري طاقتونه به په موږ د قسما قسم وسلو ازموینې کوي اوله موږ څخه به بیا لارورکه وي چې څرنګه خپل هیواد او ملت له دغه ناورین او بد حالت څخه وژغورو. اوس چې مو د چارو واګې د ټولنې تر ټولو غوره قشر دیني علماوو پلاس کې دي پکار ده ملت د روښانه راتلونکې په لور رهبري کړي او د مؤمنو افغانانو د ژوند طوفاني بیړۍ د نجات ساحل ته وباسي
او خدای مکړه که دوي هم له تیرو ترخو تجربو څخه عبرت وا نه خلي نو دبدو پایلو مسؤلیت به هم د دوی ترغاړې وي. لازم دي چې د مسلمانانو تیربرم او د ناکامۍ علتونه په غور سره مطالعه کړي له وخت څخه ګټه واخلي او خپل ځوان نسل دعلم په ګاڼه ښکلی کړي او راتلونکو نسلونو ته مستقل، آزاد او آباد هیواد په میراث پریږ دي نه دا چې دجهالت په تیارو کې حصار، دنیا بتي جنګونو ډګر،د زهریه وسلو د آزموینو لابراتوار چې په راتلونکې تاریخ کې به زموږ نسلونه زموږ په کړنو افتخار نه بلکې خجالت وباسي او په موږ به لعنت وایې، دنیا د امتحان او ازمایښت ډګردی چې څه کري هغه به ریبي چې څه کوې هغه به ضرور درسره کیږي غرور انسان د هلاکت کندې ته غورځوي، موږ د څلورولسیزو د پیښو عیني شاهدان یو الله هغه څه کوي چې هغې ته د مخلوق عقل نه رسیږي چابه ویل چې انګریزي ښکیلاک به دلته ماته خوري، چاویل چې د وخت شوروي اتحاد سرې لښکرې به زموږ له هیواده تیښتې ته اړکیږي.
د هیچا عقل دانه منل چې تش لاسي مجاهد افغانان به دوخت په فرعونې ځواک چې اتومي هیوادونه یې له فرمان څخه سرغړونه نشي کولی په افغانستان کې له شرمناکې ماتې سره مخ کیږي او د شل کلنې اوږدې مبارزې او مجاهدې چې د امریکا په تاریخ کې ترټولو اوږده جګړه بلل شوې، مجاهدین بریالي او سرلوړي ارګ ته داخلیږي چاويل چې زموږ د هیواد بد معاشان دغه کاغذي زمریان اوبې ډزه قهرمانان به د طالبانو د اسلامي تحریک د ځواکونو په مقابل کې له هیواده پښې سپکوي هماغه الله دی او دا هر څه کولی شي نوموږ باید د تیرو تجربو له بیا تکرار څخه ډه ډه وکړو او داسي اعمال وکړو چې هم الله (ج) راضي کړو او هم خپل هیواد او ملت ته له دغه بحراني حالت څخه د نجات لارغوره کړو ترڅو خپل هدف او موخې ته ورسیږو.
ومن الله توفیق

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Check Also
Close