اقتصاد او رغونه

زموږ د اقتصادي پلان څو لومړيتوبونه!

پر اسلامي امارت د ځينو مبصرينو د نيوکو له جملې يوه دا هم ده چې وايي د افغانستان اقتصاد بالکل نړېدونکی او شړېدونکی دی، خو نوی حکومت هيڅ ډول پلان هم نه ورته لري.
د دوی لپاره زموږ لومړی ځواب خو دا دی چې د هېواد اقتصاد خو په حقيقت کې ان د ثور د کمونيستي کودتا له ړومبۍ ورځې لا مات شوی، خو د صليبي يرغل په تېره شل کلنه موده کې د اقتصاد نړيوالو ډاکټرانو او ماهرانو داسې وشړولو، چې بيا رغونه يې لږ تر لږه يوه لسيزه وخت غواړي.
خو که له دغو ناندريو تېر شو، نو بيا به زموږ لنډه خبره دا وي چې ولې نه، موږ اقتصادي پلان لرو، خو دا پلان به د پلاني او بستاني بانک او هغې يا دغې نړيوالې ادارې په سوالي او غرضي مرستو او قرضونو ولاړ نه وي، بلکې زموږ په خپلو موجوده او کورنيو وسايلو به متکي او فقط د ځان بسياينې مهمه موخه به پام کې نيول کيږي.
په دې لړ کې ښايي زموږ د اقتصادي پلان څو مهم لومړيتوبونه په لاندې ډول وي:
۱ – تر هر څه لومړی به سرکاري بې ځايه لګښتونه او د مشرانو امتيازات له منځه وړل کيږي.
۲ – د زراعت اصلاح او د معدنياتو استخراج ته به ډېره پاملرنه کيږي.
د کرنې په برخه کې لازمه ده چې سر له ننه په ډېری سيمو کې فقط د غنمو کرنې ته بزګران وهڅول شي. بايد مشران هره ورځ د غنمو، جوارو، شولو، کورخو، الوګانو او داسې نورو غله جاتو او حبوباتو د اهميت په هکله بيانونه او سپارښتنې وکړي. ځکه چې زموږ لپاره تر ټولو مهمه اقتصادي بريا دا ده چې د خوراک له پلوه پر ځان بسيا شو. البته د نور هر څه په پرتله د غنمو کښت خورا مهم دی.
۳ – بل لومړيتوب د انرژي تر لاسه کول دي. په دې جمله کې له بهر نه د تېلو او ګازو د وارداتو لا ډېر اسانه او ارزانه کول، هېواد کې دننه د تېلو او کولې يا ډبرو سکرو استخراج، د برېښنا د توليد لپاره د اوبو بندونه جوړول؛ چې د زراعت د پرمختګ لپاره هم مهم دي او همداراز د لمريزې او بادي بريښنا د توليد انتظام نيول.
۴ – يو بل مهم شی دا دی چې هېواد ته د غير ضروري سامانونو د وارداتو يا کاملاً مخه ونيول شي او يا ښه درنه ماليه ورباندې ولګول شي.
۵ – دغه راز د خپلو صادراتي مالونو لپاره ښې لارې او ښه بازارونه لټول هم خورا د اهميت وړ موضوع ده.
۶ – د څارويو د ساتنې او مالدارۍ د ودې لپاره اړين ګامونه اخيستل هم بايد له پامه ونه غورځول شي.
۷ – د وړو صنايعو د پرمختګ لپاره د کارخانو مالکانو او صنعتکارانو سره تر خپلې وسې مرسته په کار ده. يعنې هغوی ته مناسب ځايونه ورکول، خوندي کول يې او په مالياتو کې ورسره ګوزاره کول به لامل شي، څو د مهمو صنايعو لپاره هم ښه ډېر کسان رامخکې او هېواد ته بشپړ پرمختګ ورکړي.
۸ – همداراز د بهرنيو هېوادونو او لويو شرکتونو هڅول، تر څو زموږ هېواد کې په بېلا بېلو مهمو او ګټورو برخو کې پانګونه وکړي. دا به زموږ د اقتصادي پرمختګ په شروع کې له موږ سره ډېره مرسته وکړي.
دا وو د اقتصادي پلان لپاره زموږ مهم وړانديزونه. نور دې اړوند مسؤلين او چارواکي هم خپل دماغ په کار واچوي، اولويات او ضروريات دې تشخيص او ژر تر ژره دې پر لازمو اقداماتو لاس پورې کړي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *