ساینس او ټکنالوجي

ساينس د طبیعت د پېژندلو لپاره رامنځ ته شوی! / فرید احمد مبارز

غیر مسلمان اوجسټ کاونټ وايي: په پخوا وختو کي چي کله به يوه طبيعي پديده وسوله او خلکو به یې علت

غیر مسلمان اوجسټ کاونټ وايي: په پخوا وختو کي چي کله به يوه طبيعي پديده وسوله او خلکو به یې علت معلوم نه کړ، نو د هغه نسبت به یې خدای ته کوی، نو خدای بل څه نه بلکي زموږ فکري جوړښت دی، اوس چي ځوانان باسواده سوي دي او د هرڅه علت ورمعلومیږي، نو موږ په خپل ژوند کي خدای ته اړتيا نه لرو. (العياذبالله)
کانټ ته جواب: د ده د خبرو څخه داسي معلومیږي، چي کانټ زيات بيسواده وو، ځکه چي د ده دپوښتني څخه معلومیږی. په طبيعت کې اوس هم داسي ډيري پیښي سته چي تشریح سوي لا نه دي، نو د هغه نسبت چاته کوې؟ د پیښي په کيدو او څوک یې کوي دا دواړه سوالونه فرق کوي. ساينس د طبیعت د کنټرول لپاره نه، بلکي د پيژندلو لپاره رامنځته سوی دی؟
مثال: موږ ټول خبر يو چی مځکه او هر څه د جذب قوه لري دا ساينس ثابته کړې ده، مګر دا چي څنګه د دوو ذرو تر منځ دا قوه منځته راځي، په دې ساينس اوس هم نه دی خبر.
وخت څه شي دی؟
دا هغه پوښتنه ده، چي ساينس دانان یې پر خوله غورځولي دي، مګر بیا هم دوی وایې: الله سبحانه وتعالی نسته، تاسو خپله د دونيا مهم شی نه پيژنۍ، نو تاسو د الله سبحانه وتعالی په ذات باندي څنګه ځانونه پوهه کوی؟
سټیفن هاکنګ په خپل کتاب(Brief history of time) په وروستی صفحه کي وایي: د ساينس تر ټولو غټه لاسته راوړنه به دا وي چي د انسان د پيدايښت او د کائيناتو د رامنځته کولو موخه وپیژني. کله چي څوک خپل د وجود په پيدايښت نه پوهیږي، نو بیا څنګه د الله سبحانه وتعالی په ذات ځان خبروي؟
د انسان د بدن (۹۰) فيصده حرکات غير ارادي دي، هغه د چا په وسیله کیږي؟ د اټوم جوړښت او هر اټوم ته خپل خواص چا ورکړه؟ انسان ولي د مځکي د جوړيدو څخه دستي نه سو پيدا؟ ځکه هغه وخت مځکه ګرمه وه، اټموسفیر یې نه درلود، انسان ژوند نه سوای کولای، مګر کله چي د ژوند زمینه مساعده سول، بيا پيدا سو دا ولي؟ همداسي نور ډير سوالونه دي، چي د انسان د عقل څخه لوړ دي، مګر بیا هم سوي دي، ددې دا معنا نه سوه، چي ټول په طبيعي توګه سوي دي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *