لیکنېمقالی اوتبصرې

ساینس او مسلمانان

په ساینسي علومو کې مسلمانان یو لوی شمېر پوهان لري، چې د مسلمانانو د بې پروایې له کبله یې غربیانو نومونه بدل او د هغوی ټول نوښتونه یې د ځان بللي چې ځینې یې په لاندې ډول دي: جابر بن حیان نوم یې په (ګیبر) ابن سینا نوم یې په (ایوونا) ابن الهیثم نوم یې په (هیزن) او ابن رشد نوم یې په (اویروس) بدل کړې.
همدا وجه ده چې نن زموږ د ښوونځې زده کوونکې د خالد بن یزید، زکریا، رازی، ابن سینا، الخوارزمی، ابو ریحان البیرونی، الفارابی، ابن مسکویه، ابن رشد، الکندی، ابو محمد خوحبدی، جابر بن حیان، موسی بن شاکر، البتانی، ابن الهیثم، عمر خیام، المسعودی، ابو الوفاء، الزهراوی او داسې نورو ساینس پوهانو د ژوند او د هغوی له کارنامو څخه ناپیژانده دي.
له ډاکټر ذاکر نایک څخه په یوه مکالمه کې چا وپوښتل چې: نن ولې مسلمانان په پرمختګ او ترقي کې د کفارو څخه شاته دي؟
نوموړی ډیر لنډ او هراړخیز ځواب ورکړ: دا ځکه چې هغه وخت مسلمانانو د قرآن مجید سره ټینګې اړیکې لرلې او یو موټۍ ول.
نو که چیرې موږ خپلو ښوونځیو، پوهنتونونو او داسې نورو پوهنیځو ادارو ته ځیر شو په څرګنده یې ویلای شو چې په سلنه کې ٪۱۰ او یا له دې هم کم د ساینسی علومو مرکزونه په اسلامي چوکاټ جوړ او برابر دي، اوسمهال زموږ ښوونځې او پوهنتونونه د عیاشي او بربنډتیا په تم ځایونو بدل شوي، زده کوونکې مو د زده کړې نه بلکې د ساعت تیرۍ لپاره ښوونځیواو پوهنتونونو ته ځې، ددې علت دا دی چې مسلمانانو د پردیو کلتور او د پردیو افکارو ته په اسلامي کلتور او اسلامي مفکورې اولیت ورکړی.
اوس دا د ښوونکو یو لوی مسوولیت دی چې خپل زده کوونکې د امت مسلمه له ساینس پوهانو سره اشنا او د هغوی په پل باندې پل ږدلو ته تشویق کړي، او له دې څخه یې خبر کړي چې مسلمانانو هغه وخت اختراعات او نوښتونه کول چې غربیان د تمدن او پرمختګ له نوم سره نااشنا ول، عربي د تمدن او پرمختګ ژبه وه،ده او وي به، عربي ژبه د نورو ژبو په پرتله په نړۍ کې لومړۍ مقام لري او یوه مکمله (بشپړه) ژبه ده، په غرب کې اکثره ساینسی کتابونه د مسلمانانو په عربي ژبه لیکل شوي د ساینسی کتابونو ژباړي دي.
کله مو چې زده کوونکې، ځوانان او نوی نسل د مسلمانانو ساینسي کارنامو څخه خبر شول او د هغوی په پل یې پل کیښود، نو یو ځل بیا به عربي چې یو مکمله او بشپړه ژبه ده د تمدن او پرمختګ ژبه وي، غربیان به په ساینسی علومو کې د اسلامې هېوادونو محتاج وي او اسلامي هېوادونو ته به د عربی ژبې او ساینسی علومو د زده کړې لپاره راځې.

لیکنه: عبدالرحمن عباس

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *