نالونه او کیسې

ستا دعا الوتکې وځنډولې!

د هشام په نوم یو مشهور طبیب وو، په تلوارۍ سره هوايي ډګر ته ولاړ، تر څو په هغه نړیوال کنفرانس کي ګډون وکړي، چي نوموړي ته په کښي جایزه ورکول کيده، د هوا د خرابوالي د امله الوتکي په لاره کي بیړنۍ ناسته وکړه.

فرید احمد (مبارز)

د هشام په نوم یو مشهور طبیب وو، په تلوارۍ سره هوايي ډګر ته ولاړ، تر څو په هغه نړیوال کنفرانس کي ګډون وکړي، چي نوموړي ته په کښي جایزه ورکول کيده، د هوا د خرابوالي د امله الوتکي په لاره کي بیړنۍ ناسته وکړه.

طبیب د الوتکي مسؤلینو ته وویل: زه نړیوال ډاکټر یم، دلته زما یوه دقیقه پاته کیدل د څو انسانانو د مرګ سبب ګرځي، زه (۱۶) ساعته الوتکي ته انتظار نه سم کولای، د الوتکي مسؤل مشوره ورکړه: د کنفرانس ځای ته یې موټر په درې (۳) ساعته کي رسوي.

هشام په موټر کي روان سو، په لاره کي یې د سخت باران د امله لاره ورکه کړه، د یوه کوچني کور دروازه یې ور وټکوله، د ننوتلو اجازه ورکړل سوه، په کوټه کي یوه بوډۍ د خپل ناروغ لمسي سر ته ناسته ده، ډاکټر د تلیفون غوښتنه ځیني وکړه، هغې ورته وویل: دلته برېښنا نسته، ځان ته یو ګیلاس چای پخې کړه او آرام وکړه.

ښځي لمونځ پیل کړ، اوږدې دعاوي یې کولې، بیا یې ډاکټر ته مخ راواړوی ویې ویل: الله سبحانه وتعالى مي ټولي دعاوي قبولي کړې، مګر یوه دعا مي تر اوسه نه ده قبوله سوې.

هشام ورته وویل: کومه دعا؟ بوډۍ وویل: دا یتیم ماشوم سخت ناروغ دی، ټولو ډاکټرانو جواب راکړی، وايي: ددې علاج یوازي د هشام په نوم یو تکړه ډاکټر کولای سي، مګر هغه ډیر لیري دی، زموږ غریبانو لاس نه ور رسيږي. الله سبحانه وتعالى ته مي دعا وکړه، چي کار راته آسانه کړي.

ډاکټر وژړل ویې ویل: قسم په الله ستا دعا الوتکي وځنډولې، وریځ یې را ولیږله او باران یې وکړ. تر څو ما ستا جونګړي ته راولي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *