ټولنه اوکلتورلیکنې

ستــړی ژونــد!

ژوند هغه څلي ته ورته دی چې لیدونکي ورته له بېلا بېلو اړخونو ګوري ژوند په مینه او مبارزه پيلېږي او د سلګۍ تر وروستۍ شېبې پورې د بریالي ژوند او تاریخ جوړولو هڅه کوي.

انسان کله کله له خپل ټول قوت سره سره نه شي کولای د زړه بندې دروازې پرانيزي او کرخت وجودونه په حرکت راولي، خو کله بیا له داسې حالاتو سره سړی مخ شي چې فکر يې انقلابونه زېږوي.

په دې لیکنه کې زه تاسې ته د یوه داسې مجاهد چې په تېر شل کلن جهاد کې يې د خپل سر په بیه له عقلي تصوراتو ور ها خوا مبارزه او جهاد کړی د ژوند یوه خاطره در سره شریکوم.

الحاج ملا محمد حنیف حمزه د افغانستان برېښنا شرکت عمومي اجرائيوي رئيس دی هغه مهال د همدې کمېسیون مشر یا مسئول وو.

شمالي ولایتونو ته مو د سفر تکل وکړ د سفر ملګري ډېر وو خو زه له حاجي حمزه صاحب سره په یوه موټر کې کېناستم.

د سفر په پيل کې مې غوښتل چې د حمزه صاحب د ژوند په اړه څه نا څه واورم تر څو يې راتلونکې نسلونو ته د قلم په ژبه بیان او د یوه یادښت په توګه خاطره پرېږدم زړه نازړه مې ږغ پرې وکړ.

حاجي حمزه صاحب! د خپل تېر شل کلن جهاد او مبارزې په اړه که راته خپله یوه خاطره بیان کړې سفر به لا خوندور شي، دی مسکی شو او د ثانیو لپاره يې سکوت وکړ زه پوه شوم چې د دې خاموشۍ شاته به ډېر لويې لويې توفاني پېښې پرتې وي.

حاجي حمزه صاحب مخ را واړاوه او د تېر شل کلن انقلاب یوه په ظاهره وړه خو ډېره سنګینه خاطره داسې بیان کړه: د مني موسم دی هوا ډېره سړه ده موږ څلور ملګري زه ( ملا محمد حنیف حمزه)، حاجي لالا زموږ موټروان دی، حاجي آغا (ملا عبدالکریم اخند)، حافظ صاحب ( حافظ محمد امین فاروقي ) په کرولا موټر کې ناست او مخ پر هرات روان یو چې نا څاپه مو پام شو پر سړک وسله وال کسان ولاړ دي لوی موټر يې درولي په دې سړه هوا کې خلک له موټرو تا کوي او تلاشۍ کوي.

موږ هم موټر د څړک یوې څنډې ته کړ او د تلاشۍ په نیت را تا سولو خو وسله والو کسانو په موږ کې تلاشي و نه کړه، موټران پر سړک ولاړ دي موږ پلې شوو د تلاشۍ په نیت حافظ صاحب ( حافظ محمد امین فاروقي ) راته وویل شپه ده نه معلومېږو راشئ دې غونډیانو ته سم شو موږ هم په همدې غونډيو کې روان شولو شپه ده لاره نه را معلومېږي.

موټر مو پر سړک ور پرېښود او د ځان پټولو په موخه مخ پرغونډیو روان شوو سیمه نا آشنا ده کلی او وطن هم نه را معلومېږي هوا هم دومره سړه ده چې پوښتنه يې مه کوه تر لږ مزل وروسته مو دا پرېکړه وکړه چې وخت ډېر تېر شوی راځئ چې بېرته مخ پر سړک ولاړ شو دلته د کلیو نښې هم نه ښکاري هسې نه چې په یوه بله بلا واوړو په دې وخت کې به یو یا دوه ساعته تېر شوي وي بېرته مخ پر عمومي سړک را روان شوو سړک ته را و رسېدو ډمبر (عمومي سړک) هم خالي شوی د سواریو لوی موټر تللي زموږ موټر هم همغه وسله والو کسانو له ځانه سره وړی دی د سړک دا بلې غاړي ته را واوښتو دلته یوه کوچنۍ شیله وه په هغه کې یو ګړی تم شوو.

له لرې داسې نری نری ږغ د سپيو مو تر غوږو کېږي ملګرو ویل راشئ د دې ږغ پر خوا ورشو کېدای شي دلته کلي وي.

خو ما ورسره خوښه نه کړه ځکه سیمه نا اشنا وه او موږ هم باید احتیاط وکړو فیصله پر دې وشوه چې په همدې شېله کې کېنو زموږ پر ناسته به دلته ۳۰ دقیقې اوښتي وي چې د سپکو او درنو وسلو ږغ شو دې ټکانو ډېر وخت ونیو.

شپه ډېره سړه وه له ډېرې ناچارۍ مو دا غوره و بلله چې تر سهاره دې دلې پاتې شو خیر په هر صورت شپه تېره او سهار شو د ملګرو څېرو ته مې کتل د دې یو شپې یخنۍ دومره تاثیر پرې کړی وو تا به ویل چې کلونه بند يې تېر کړی.

سهار مو همدلته تیموم وواهه او لمونځونه مو وکړل سړک ته را ووتلو هېڅ موټر نه راته درېږي کېدای شي دلته به سواریو ته څوک موټر نه دروي خیر همداسې پر همدې سړک راروان یو تر لږ حد مزل وروسته له یو ځوان سره مخ شوو چې یوه عاجزه (ښځینه) هم ورسره وه هغه يې لري کېنولې او دی هم دلته موټر ته په تمه دی ځوان زموږ خواته ګامونه را واخیستل راغی زما څخه يې پوښتنه وکړه.

حاجي صاحب چېرته ځئ؟

ما ورته وویل مخ پر هرات ځو ځوان مسکی شو او وې ویل دا وخت دلته موټر چاته نه درېږي زه درسره مرسته کوم د سیمې سړی یم کېدای شي کوم موټر پيدا شي او تاسې سره مې مرسته کړې وي، له ځوانه مې و پوښتل ماښام سختې ډزې وې دلته دا څه کیسه وه هغه راته وویل چې دلته مجاهدینو (طالبانو) ته نیازیانو کمین نيولی و او ډېر مجاهدين يې شهیدان کړل.

دې وخت کې یو سراچه موټر راغی ځوان خبره ورسره وکړه او هغه هم موږ تر هراته د وړلو ته چمتو شو له ځوانه مو مننه وکړه موږ ځينې سیټ او ځينې په ډکۍ کې کښېناستلو حرکت مو مخ پر هرات وکړ.

حاجي حمزه صاحب: ملګرو ته مې مخ را واړاوه ګورئ د الله پاک نظام ته د همدې شپې غېږ يې موږ ته د پناه او بل خوا همدا شپه د چا د ژوند د وروستیو شېبو لحظې وې.

حمزه صاحب چې دا کیسه راته وکړه زما فکر په دې بند شو چې ښا! دا شپې هم عجیبې وي په خپل مغز کې څومره رازونه ساتلي او په غېږ کې يې څومره ستړي لاروي ځانونه هوسا کوي همدې شپې خپله غېږه پرانیستله او له ظالمانو يې پټ کړو بل خوا همدې شپې تر سهاره د چا شهید وجود د رڼا تر څرکه و ساته.

ای کاش شپه راسره راز او نیاز وکړي سکوت مات کړي او د هر ستړي مجاهد د ژوند شېبې راته بیان کړي، خو نه دا رازونه یوازې هغه چاته ویلی شي چې کلونه يې سترګې د خوب پسې لندې کړي وي او د سکوت په ژبه د پوهېدو لپاره یې سکوت غوره کړی وي.

زما د دې وطن له دښتو او رغو سره که کېنو نو دا طبیعت، دا مرغان او دا بوټي ټول په خپلو سینو کې ناویلي لري کېدای شي موږ ته ځان راوپېژني د حمزه صاحب په شان د خپلو ډېرو نورو بچیانو حال هم راته ووايي آن نارې به راته کوي خو دا موږ یو چې د زړه او ذهن دروازې مو تړلي او له دوی سره خواله نه شو کولای.

لیکنې ته د پای ټکی ږدم خو ژمنه له قلم سره دا کوم چې هڅه به وکړم تر څو ناویلې د پاڼو پر مخ راولم او تر خپلو لوستونکو او راتلونکي نسلونو يې ورسوم.

حکمت الله – میوندي

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *