افغانستان

سمنګانو کې د نشه يي توکو يوه کارخانه له منځه یوړل شوه

شریعت: د سمنګان ولایت په رویي دواب ولسوالۍ کې د نشه يي توکو د تولید یوه کارخونه له منځه یوړل شوه.

د دغه ولایت د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې مدیریت سرپرست هدایت الله هجران وایي، چې د دغه مدیریت ځواکونو د یوه کشفي راپور پر اساس د دغه ولایت د رویي دواب ولسوالۍ په چهارچشمه سیمه کې د نشه يي توکو د تولید یوه کارخونه کشف او له منځه وړې ده.

هجران وویل، چې په دغه کارخونه کې سلګونه کیلو ګرامه بېلابېل ډوله نشه یي توکي او ۹ کسان نیول شوي دي.

د یادونې وړ ده، چې له دې وړاندې په دغه ولایت کې د یاد مدیریت ځواکونو په بېلابېلا سیمو کې د نشه يي توکو یو شمېر کارخونې له منځه وړې وې.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *