بېلابېلې لیکنېلیکنې

سهار وختي پاڅېدل مو د منفي فکرونو وده کموي

سهار وختي پورته کېدل د ډېرو خلکو لپاره یو ستونزمن کار وي ، خو په اړه یې مشران وایي، چې ژر وېده کېدل او ژر پورته کېدل مو صحت مند، دولت مند او عقل مند کوي . که چېرته تاسې سهار وختي چېرته د تګ اراده هم نه لرئ ، بیا هم باید وختي پورته شئ، ځکه چې سهار وختي پورته کیدل ډېر زیاتې ګټې لري ، چې دلته به یې ځینې ولولو .
د ښې زده کړی دپاره:
د امریکا په یو پوهنتون کې د ترسره شوې څېړنې له مخې ویل کېږي، هغه زده کړیالان چې سهار وختي پورته کېږي ، تعلیمي وړتیا یې له نورو زده کړیالانو غوره وي او هغه چې نا وخته پورته کې د درس پرمهال یې فکر پرځای نه وي .
تخلیقي وړتیاوې ډېروي:
سهار وختي پورته کېدل مو تخلیقي وړتیاوې ډېروي او پخپلو کارونو کې د نوو تجربو موقع درکوي، د نړۍ بریالي حالت په دې پوهېږي او سهار وختي د پورته کېدلو عادت لري .
د دماغ لپاره ګټور وي:
په سهار وختي پورته کېدو سره لکه څنګه چې تاسې ته ډېر وخت په لاس درکوي او تاسې خپل کارونه په سم ډول ترسره کوئ ، نو ټوله ورځ به له اندیښنو او پریشانیو څخه ژغورل شوي یئ ، پخپل وخت سره کار کول مو ذهناً ارامه کوي .
مثبت فکرونه:
سهار وختي پورته کېدل مو د منفي فکرونو وده کموي او مثبت فکرونه یې ځای خپلوي، لکه څنګه چې ستاسې ټوله توجه خپلو کارونو ته وي، نو وختي پورته کېدل مو له منفي فکرونو ژغوري .
د ناشتې یا سباناري وخت:
سباناری یا ناشته مو فعالیتونه ، تخلیقي وړتیاوې او ذهني وده ډېروي، نو سباناری هیڅکله مه پرېږدئ او هغه وخت یې وکړئ کله چې له خوبه راپورته کېږي.
همدا راز یو ښه سباناری مو د بدن روغتیا لپاره هم اړینه وي او له چاغښت مو
ژغوري .

اسماعیل صدیقي

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *