افغانستان

سوداګر: بانکونو کې د پیسو د را اېستو په برخه کې د افغانستان بانک اعلامیه نه ده پلې شوې

په متحده عربي اماراتو کې د افغان سوداګرو د شورا رییس وايي، د هېواد سوداګر له خپلو بانکي حسابونو د پیسو په را ایستلو کې لا هم له ننګونو سره مخ دي. دا شورا وایي چې تر اوسه، په بانکونو کې د پیسو د را اېستو په برخه کې د افغانستان بانک اعلامیه نه ده پلې شوې.
بل خوا، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې سرپرست هم له دافغانستان بانکه غواړي چې د خپلې وروستۍ پرېکړې پر عملي کېدو څارنه وکړي.
له بانکونو نه د پیسو د را اېستو په تړاو د افغانستان بانک له اعلامیه نه د څه باندې یوې اونۍ په تېرېدو سره، تر اوسه دغه اعلامیه نه ده عملي شوې.
د افغانستان بانک ویاند وایي، چې په بانکي برخه کې به د هېوادولو لپاره د ښو خدمتونو د وړاندې کېدو زمینه برابره کړي. اوس‌مهال سوداګر د بانکي محدودیتونو له امله پلورونکو شرکتونو ته د بانک له لارې بهر ته پیسې نه شي لېږلی.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *