افغانستان

سور صلیب:سړې هوا خلک له سختوستونزو سره مخ کړي

د سره صلیب نړیوالې کمېټې ویلي، چې افغانستان کې سړې هوا د میلیونونو خلکو ژوند له ګواښ سره مخ کړی

د سره صلیب نړیوالې کمېټې ویلي، چې افغانستان کې سړې هوا د میلیونونو خلکو ژوند له ګواښ سره مخ کړی دی. د سره صلیب نړیوالې کمېټې د یوه ویډیویي پیغام په خپرولو سره خبرداری ورکړی، چې د وضعیت له خرابوالي د مخنیوي لپاره لا زیاتو بشردوستانه مرستو ته اړتیا ده. سور صلیب زیاتوي، چې ډېری افغانان د اقتصادي ستونزو له امله د خپلو کورونو د ګرمولو وس نه لري. دا په داسې حال کې ده، چې د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې ادارې د وروستیو شمېرو له مخې ۱۶۶ تنه د سړې هوا او ګاز نیولو له امله مړه شوي دي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *