دینې لیکنې

سوچه اسلامي نظام

سوچه اسلامي نظام هغۀ نظام ته ویل کیږي چې د ټولو فرامینو او مصوَباتو معیار یې شریعت (کتاب الله - سنت نبوي - اجماع امت او قیاس)

امین وردګ
سوچه اسلامي نظام هغۀ نظام ته ویل کیږي چې د ټولو فرامینو او مصوَباتو معیار یې شریعت (کتاب الله – سنت نبوي – اجماع امت او قیاس) وي او بل دا چې سل په سل کې له اسلامي اصولو او مقرراتو څخه پیروي کوي.
سوچه اسلامي نظام هغه نظام ته ویل کیږي چې د شریعت له احکامو او الهي فرامینو څخه پوره تقلید کوي او د نافذه قوانینو هېڅ کومه ماده یې هم له شرعي اصولو او مقرراتو سره ټکر نه شي او نه د اسلام کوم شرط، یا رکن د نورو له فرمایشاتو نثار کړي.
په سوچه اسلامي نظام کې د بشریت ټول حقوق (څه چې د نورو حیواناتو حقوق هم په پوره توګه) خوندي وي.
که څه هم چې ((اسلامي نظام)) جوت او روڼ تعریف لري، نو شروحو او فصولو ته پکې هېڅ اړتیا نشته، مګر د ځینو تش په نوم مسلمانانو د حرص او طمع له امله اوس مختلف اصطلاحات ورته کاريږي ؛ لکه غربیان، د دوی مزدوران او فکري مقلدین یې چې وایي: (تند لاري مسلمانان، میانه رو مسلمانان او عادي مسلمانان ) یا ځینې (لکه ما غوندې) چې د ((سوچه)) لفظ ورسره کار وي.
دا ریښتیا خبره ده چې د (سوچه) لفظ له اسلام سره زیاتول بدعت قبیحه دی، خو موږ اوس مجبور یو چې په ځینو حساسو مواردو کې لفظي او ادبي تخطۍ هم وکړو! تر څو د عصر له ځینو لوېدلو تعصبي اصطلاحاتو سره سم مخته لاړ شو او همدغۀ لفظي بدعت ته فعلاً فصاحت
ووایو.
موږ مجبور ځکه یو؛ چې نن د ټولو اسلامي هېوادونو د حکومتونو له اسمي ترکیب سره اسلامي لفظ لیکل شوی دی! حال دا چې په حکومتي جوړښت کې به یې د اسلام څرک لا نه وي.
په هر حال…موږ سوچه اسلامي نظام مطلق (اسلامي نظام) ته وایو او هغه نظامونه چې له ټولو اسلامي قوانینو او فرامینو څخه پوره تقلید نه کوي، اسلامي نظامونه نه! بلکې فرمایشي نظامونه یې بولو، چې نوم یې د اسلام ورکړی او نور ټول اصول یې کفري دي.
ګورئ! هېڅ حرکت او هېڅ جریان هم تش په نوم سره اسلامي کېدلی نه شي او نه هم څوک په تش نامه سره مسلمانیږي.
موږ باید ټولنې، احزاب او حکومتونه په اسلام سره وپېژنو، نه اسلام په دوی سره.
نو خُلص مطلب دا شو؛ چې د هر نظام معیار سل په سل کې شریعت نه وي هغۀ ته (سوچه) اسلامي نظام نه ویل
کیږي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *