ټولنه اوکلتورلیکنې

سړي او سړيتوب

نن يوه داسې ستونزه چې اسلامي نړۍ ورسره مخ ده؛ هغه دا چې سړي ډېر دي، خو په واقعي توګه د سړيتوب له صفاتو برخمن سړي کم تر سترګو کېږي.

سړيتوب د الله تعالی يو ستر نعمت او احسان دی. الله تعالی په قرآنکريم کې دهغه مسلمان خبره د احسان په توګه ياده کړې،چې خپل کافر ملګري ته وايي(( ايا ته په هغه رب کفر کوې چې لومړی يې له خاورې، بيا له نطفې پيدا کړې او بيا يې سړی جوړ کړې؟!))(سورة کهف٣٧)

سړيتوب ځکه غوره صفت دی،چې الله تعالی خپل خاص استازي انبياء(ع) سړي رالېږلي وو. الله تعالی وايي: ژباړه(( موږ تر تا وړاندې(انبياء)يوازې سړي رالېږلي وو چې موږ به ورته وحيې کوله))(سورة يوسف ١٠٩)

سړيتوب يو شمېر صفات او ځانګړتياوې لري چې پرته له هغوی په چا کې سړيتوب نه پوره کېږي. ډېر داسې کسان شته چې شکل يې د سړي وي خو د سړيتوب له صفاتو بې برخي وي، دوی بايد لاندې صفات په ځان کې وګوري چې ايا رښتيا هم واقعي سړي دي، که هسې د سړو په څېر؟

۱- سړي؛ د مسجدونو خاوندان

الله تعالی محمد ﷺ ته د ځينو سړو صفت کوي او دغه سړي چېرته په بازارونو، د لهولعب په مرکزونو او په داسې فارغو محفلونو کې نه وو چې څوک د سړيتوب له صفاتو په کې بې برخې کېږي؛ بلکې دغه سړي د مسجد قبا اوسېدونکي وو. ژباړه: (( په دې مسجد کې داسې سړي شته چې پاکي خوښوي(مسجد ته د عبادت لپاره پاک راځي) او د الله تعالی پاکونکي خلک خوښ دي)) (سورة توبه١٠٨)

دا شان الله تعالی د نورو سړو داسې صفت کوي: ژباړه: (( په مسجدونو کې داسې سړي چې سهار او ماښام د رب پاکي بيانوي او داسې سړي چې تجارت يې له لمانځه او زکاته نه شي غافل کولای)) (سورة نور ٣٦-٣٧)

ځينې سلف وايي: دغه سړو چې به د پلورلو او پېرلو پر مهال اذان واورېدو؛ نو سمدستي به يې تله له لاسه وغورځوله او مسجد ته به يې مخه کړه. نن ورځ ډېر داسې کسان وينو چې د دنيوي مشاغلو له امله مسجد نه پېژني او له عبادت سره هېڅ ډول علاقه نه لري او د قرآن له مخې دغه د سړيتوب صفت نه ده.

۲- سړي؛ په دين ثابت وي

د سړيتوب بل صفت په دين او الهي منهج عمل او استقامت دی، الله تعالی د ځينو سړو داسې صفت کوي: ژباړه : (( له مؤمنانو څخه ځينې سړي له الله تعالی سره په کړې وعده کې رښتيني شو( په دين يې عمل وکړ، هېڅ ډول شهواتو او شبهاتو را ونه ګرځول) او بيا د همدغه دين لپاره شهيدان شول او ځينې نور لا اوس هم ( تر هغه وخته چې الله تعالی يې په ښه انجام روحونه قبض کړي) انتظار باسي او په هېڅ ډول نه دي بدل شوي (له دين څخه د مخ اړولو او بې باورۍ اراده نه لري)(سورة احزاب ٢٣)

نن چې کومو کسانو ددنيا لپاره دين ته شا کړې ده، د دنيا لپاره له مرګه کرکه لري، په دين استقامت نه لري او په فکري او عملي توګه له خپل دينه منحرف شوي دي؛ د سړيتوب له صفته بې برخي دي.

٣_ سړي به د رسولانو همکاران وي

کله چې د موسی (عليه السلام) په خلاف دښمنانو د مرګ کومه دسيسه جوړه کړه نو يو سړی ورته دښار له پايه په بيړه راغی او ورته وايي (( ای موسی! د قوم مشرانو ستا د مرګ مشوره او پرېکړه کړې ده؛ نو ته ووزه، زه ستا لپاره له خير غوښتونکو څخه يم )) (سورة قصص ٢٠)

ابن کثير رح ليکلي: الله تعالی د موسی(ع) دغه همکار ځکه په سړيتوب ياد کړ، چې دی له هغې لارې نه چې طاغوتي فرعونيان د موسی(ع) د وژنې لپاره راتله؛ په بله لنډه لاره راغی او موسی(ع) يې وژغورل.

الله تعالی د يو بل سړي داسې صفت کوي (( د ښار له پايه يو سړی په منډه منډه راغی او خپل قوم ته يې وويل: ای قومه د رسولانو اتباع وکړئ!(سورة يس)

مفتي شفيع رح ليکلي: دغه د حبيب نجار په نامه سړی لومړی بت پرست و، بيا يې توبه ويستله او چېرې لري يې په يو غار کې عبادت پيل کړ، خو کله چې رسولانو ته د خپل قوم له خوا په زيان رسولو خبر شو؛ نو د قوم د هلاکت وېره ورسره پيدا شوه، سمدستي راغی او دعوت يې پيل کړ (معارف القرآن)

د رسولانو همکاري او د هغوی په تګلاره (دعوت) کې هڅه کول؛ سړيتوب دی. نن که انبياء(ع) نشته؛ د انبياوو د وارثينو (علماوو) همکاري د سړيتوب يو غوره صفت بلل کېږي.

۴- سړي به د سختۍ پر مهال نه وارخطا کېږي

په مسلمانانو د ژوند په اوږدو کې ډول ډول کړاوونه راځي، د حق پر مخ ورباندې لارې بندې شي، حق او باطل ورباندې ګډ شي، د اسلامي شعائرو پوره اختيار نه لري، په ستونزو او فتنو کې ښکېل شي، دغه وخت کې نو مسلمانان دې ته نږدې وي،چې له خپل شريعته مخ واړوي ( العياذ بالله) خو د سړيتوب صفت دا دی چې په هېڅ صورت کې له خپل دريځه په شا نه شي او د هر ډول فتنو او باطلو عقيدو پر وړاندې د حق په دفاع کې د غره په څېر ټينګ ولاړ وي.

موسی(ع) چې بني اسرائيلو ته له کفارو سره د جنګ کولو، د مقدسې ځمکې د آزادولو امر وکړ او ورسره يې دالله تعالی له لوري د نصرت وعده وکړه؛ نو بني اسرائيلو وويل(( ته او خپل رب له کفارو سره جګړې ته لاړ شئ موږ به دلته کېنو)).(سورة مائده٢٤)

نور خلک په شا شول، موسی(ع) په دې ستونزمن حال کې د دښمنانو په مخ کې له خپل ورور هارون(ع) سره يوازې پاتې شو، اوس نو داسې کسانو ته اړتيا پيدا شوه، چې خلک د نبي(ع) همکاري، د دښمنانو مقابلې او د مقابلې په ډګر استقامت ته را وبولي، د دښمنانو پر خلاف يې روحيه قوي کړي، د الله تعالی په نصرت د خلکو باور پياوړی کړي؛ هغه و چې دوه سړي پورته شول او ويې ويل(( کفارو ته د دروازې له لارې ور داخل شئ، له داخلېدو سره به تاسو برلاسه شئ، په الله تعالی توکل وکړئ که رښتيني مؤمنان يئ!(سورة مائده٢٣)

په نن زمانه کې موږ داسې سړو ته اړتيا لرو، چې د باطل پر وړاندې غږ پورته کړي او د حق پلوو ملتيا وکړي او د سړيتوب او بهادرۍ کردار په ښه توګه انجام کړي.

۵- هغه سړي چې عمر فاروق (رض) يې تمنا کړې وه

عمر فاروق(رض) يوه ورځ له خپلو ناستو ملګرو وپوښتل: تاسې د څه شي خواهش لرئ؟ دوی هر يوه په خپل نوبت د يو نيک عمل خواهش وکړ. په پای کې عمر(رض) وويل (( زه خواهش لرم چې کاشکي دغه حجره د أبو عبيده بن جراح(رض) په څېر له سړيو ډکه وای!

هوکې! سړيتوب يوازې فزيکي، ښايسته او قوي وجود نه، بلکې سړيتوب په دين استقامت، عبادت، دعوت، د رسولانو او علماوو معاونيت او له حقه دفاع او د باطل مخالفت دی.

نن د سړيتوب په صفاتو ښکلو سړو ته اړتيا لرو، نن اسلام خپلو پلويانو ته داسې هاتفي اواز کوي لکه لوط(ع)چې به خپلو امتيانو ته کاوه ((ايا په تاسو کې يو(رشيد) سړی نشته؟))(سورة هود ٧٨)

يعنې داسي سړي چې په خپل ځان، أهل او ټولنه کې شريعت عملي کړي، خلکو ته په نيکۍ امر کوي او له بدو يې منعه کوي. الله تعالی دې اسلامي نړۍ له رښتينيو سړيو برخمنه وګرځوي.

حسان مجاهد

 

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *