افغانستان

سیاسي کمېسیون له ګاونډویانو سره پر ښو اړیکو تأکید وکړ

د اسلامي امارت د سیاسي کمېسیون په غونډه کې له ګاونډیو او په ځانګړې توګه له ایران سره پر ښو اړیکو ټینګار وشو.د افغانستان اسلامي امارت د رياست‌ الوزرا سیاسي مرستیال او کفيل مولوي عبدالکبیر په مشرۍ تېره ورځ د اسلامي امارت د سیاسي کمېسیون نوبتي غونډه ترسره شوه.په دې غونډه کې چې د اوبو او انرژۍ وزارت سرپرست ملا عبداللطيف منصور هم حضور درلود د نورو اړینو سیاسي موضوعاتو ترڅنګ د ایران اسلامي جمهوریت د حقابې پر موضوع هم مفصلی خبرې وشوې او د موضوع ټول اړخونه په تفصیل او دقت سره وڅېړل شول.
غونډه کې د حقوقي اړخونو په نظر کې نیولو سره، د کابل او تهران ترمنځ د ۱۳۵۱هجري لمريز کال پر شوي تړون ټینګار وشو او د را پورته شوي کړکېچ د حل لپاره یې د یاد تړون رعایتول غوره حل لاره وګڼله.
د سیاسي کمېسیون غړو له ګاونډیو، په ځانګړې توګه له ایران سره پر ښو او مثبتو اړیکو تأکید وکړ او د ایران له اسلامي جمهوریت سره یې ښې اړیکې لرل د اسلامي امارت د سیاست برخه وبلله.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *