مقالی اوتبصرې

سیکولریزم څه ته وايي؟

سیکولریزم (secularism)چې یوه انګلیسي کلمه ده او معنا یـې بې دیني ده. په اکثره کتابونو کې

لومړۍ برخه / لطف الرحمن قمري
سیکولریزم (secularism)چې یوه انګلیسي کلمه ده او معنا یـې بې دیني ده. په اکثره کتابونو کې يې اصـطلاحي تعريف داسې شوي. د دين جـــداکول دسیاست اودولت څخه عبارت دسیکولریزم څــخه دی.

دسیکولریزم بنسټ ایښودونکي څوک ؤ؟
کوپرنيکس: په شپاړسمه پيړۍ کې يې ژوند کاوه، دپولنډ اوسيدونکی، فلیسوف اوساینس پوه ؤ. په عقيده کې يې دانسان پر ځای لمر اشرف المخلوقات ګاڼه.
دیکارت: فرانسوي ساينس پوه دی، نوموړي انساني ذهن اوعقل دهر څه خالق ګڼلی دی.
ورپسي اسحاق نيوټن ؤ، چې دالله جل جلاله مخلوقات يې بې خالقه ګڼلي دي. همدارنګه لویژا فرانسوي، فیوز باخ الماني، نیچه الماني، ډاروين برتانوي، پال ساټر فرانسوي او پي جي ټايټ امريکایي هم ديادولو وړ دي. نو کله چې په اروپا کې دسيکولریزم نظریه رامنځ ته شوه او دتطبيق وړ وګڼل شوه، نو دالله جل جلاله له عبادت اوبنده ګي څخه يې انکار وکړ او دمادې عبادت يې پیل کړ.
اسلامي هیوادونو ته د سکولریزم د انتقال تاریخ
۱ – مصر: مصر ته د فرانسویانو د حملې سره یو ځای سیکولریزم داخل شو؛ چې د دې حملې یوه برخه د سیکولریزم نشر او اشاعت و په حقيقت کې د دې حملې واقعات د سیکولریزم د اصطلاح پر محور راگرځېدل. که څه هم په صراحت سره د سیکولریزم په اصطلاحاتو تلفظ نه دی شوی؛ خو د لومړي ځل لپاره په صراحت سره د سیکولریزم اصطلاح په اسلامي نړۍ کې الیاس) (نصراني) په قطر کې وکاروله او تر دغه عنوان لاندي يې په ( ۱۸۲۷ م کال کي د( معجم عربي- فرنسي) په نامه يو تأليف ترتیب کړ او نشر ته يې وسپاره. په (۱۸۸۳) م .) کي خدوي اسماعيل دغه اصطلاح د فرانسې قانون ته په رسمي توگه دا خله کړه. د ده آرزو داوه، چې مصر د اروپا په ډول یوه ساحه جوړه شي.
۲- هندوستان ته په ۱۷۹۱) م) کال کې سیکولریزم ته انتقال شو. د دې . څخه مخکې په هندوستان کې د اسلامي شریعت موافق پرېکړي کېدلې. د دې مفکورې په ننوتلو اسلامي شريعت د له منځه تلو په حال کي شو. البته دغه پلان د انگليسانو و چي د ۱۹م. قرن په نيمايي کي د اسلامي احکامو پر ځای د سیکولریزم اصطلاح او مفکوری حاکمیت تر لاسه کړ.
۳- الجزائر: په ۱۸۳۰ م کال کي چي کله د فرانسې نفوذ په الجزائر کې زيات شو، اسلامي شریعت له منځه ولاړ او د لادینی (سیکولریزم) فرهنگ په کښي ژوندی شو.
۴ – تونس: په ١٩٠٦) م. کال کي فرانسوي قانون تونس ته سرایت وکړ؛ چي په نتيجه کي یې د سیکولریزم (لادینۍ) روحیه را ژوندۍ شوه
۵- مغرب په ۱۹۱۳) م . ( کال کي فرانسوي قانون مغرب ته سرایت وکړ؛ چي هلته هم د علمانیت (لادینی) اصطلاح حاکمیت پیدا کړ.
۶ – ترکیه: په ترکيه کي د اسلامي خلافت تر نړېدلو وروسته د کمال اتا ترک په واکدارۍ کي د سیکولریزم (لادینی) روحیه را ژوندۍ شوه او دې کرغېړني څېرې ور باندي حاکمیت پیدا کړ.
۷- عراق او شام: په عراق او شام کي د عثماني خلافت د له منځه تللو سره سم د انگرېزانو او فرانسویانو پروگرام تطبيق شو؛ شریعت له منځه ولاړ؛ سیکولریزم او لاديني په کښي رامنځ ته شوه.
۸ – اندونیزیا په اندونیزیا او ټولو جنوب ختیځو هیوادونو كي سیکولریزم پوره حاکم دی.
افغانستان:
د (١٩٢٨) کال د جون په میاشت کې چې امان الله خان د اروپا، ترکیي او روسیې له شپږ میاشتني سفر څخه وروسته افغانستان ته را ستون شو نو هېواد ته یې سیکولریزم راوړ، د جمعې رخصتي یې د شنبې په رخصتي بدله کړه، په کابل کې به ټول خلک دریشی اغوندي او د پرنګیانو په څېر خولي به په سر کوي، د مېرمنو برقعې یې بندي کړي، د کابل په جادو باندي ولیکل شول هیڅ ښځه له حجاب سره له دې ځایه نشې تېرېدلی، علماء یې بندیان کړل ډیر شرعي قوانین یې په غربي قوانینو بدل کړل، او غوښتل یې چې په ټول هېواد کې غربي سیکولریزم پلي کړي.
د سیکولریزم مشهور :بلونکي: په اسلامي نړۍ کي د سیکولریزم مشهور داعیان احمد لطفي، اسماعيل مظهر قاسم امین، طه حسين عبد العزيز فهمي، انطوان سعادة سوكارنو، سومارتو نهرو ، مصطفی کمال اتاترک جمال عبدالناصر او انور السادات وو.
اسلامي نړۍ ته د سکولریزم د انتقال عوامل:
د سیکولریزم پلویانو له اوږدې مودې راهیسې د اسلامي نړۍ خلاف فکري جګړه پیل کړې وه، دیني علماوو يې په وړاندې کلک مقاومت وکړ خو دا چې ټوله لوېځه نړۍ د سیکولرستانو تر شا ولاړه وه او په ټولو ډګرونو کې يې د دوی ملاتړ کاوه، بالاخره په شلمه میلادي پېړۍ کې هغه مهال دوی بریالي شول چې د برتانیې په مشرۍ نړیوالو قوتونو اسلامي خلافت له منځه یو وړ او بیا يې زیاتره اسلامي هېوادونه اشغال کړل. دا چې څه ډول سیکولریزم اسلامي نړۍ ته را انتقال شو د دې مختلف عوامل و چې دلته يې ځینې مهم را اخلو:
1 ـ د مسلمانانو عقیدوي ضعف:
په اسلامي نړۍ کې هغه رښتینې اسلامي عقیده ډیره کمزورې شوه چې بنسټ یې په کتاب الله او سنت رسول ولاړه ده، په دین باندی پوهه کمه شوه او په مسلمانانو کې نوي نوي دودونه او بدعتونه عام شول، د خواهشاتو پلوي زیاته شوه، مسلمانان اکثر له جهاد څخه په شا شول ځینو خو آن جهاد د مسلمانانو په تاوان تعبیر کړ.
٢ـ د اسلامي نړۍ استعمار:
اسلامي نړۍ د دښمنانو له ډېرو سختو بریدونو سره مخ شوه، په پیل کې چې مسلمانان ځواکمن او په خپل دین ټینګ ولاړ وو د دوی بریدونه یې په شا وتمبول او کلکه مقابله یې ورسره وکړه خو کله چې مسلمانانو له جهاد څخه مخ واړو او دا اسلامي فریضه یې پرېښوده، نو د نړۍ ټول قوتونه د لېوانو په څیر پرې را ټول شول، غربیانو د اسلامي هېوادونو له اشغال سره سره عقیدوي جګړه هم پرمخ بېوله ، له بېلابېلو وسایلو او نومونو څخه په استفاده یې د رسنیواو خپلو لاسپوڅو او ځینو ناخبره مسلمانانو له لاري په اسلامي نړۍ کې داسې فکري فعالیتونه وکړل چې مسلمانان ورڅخه مرعوب شول او په فکري توګه یې د دوی په وړاندې روحي شکست وخوړ. او کله چې مستعمرین له اسلامي هېوادونو وتل نو دلته یې د سکولریزم مفکوره پرېښوده چې د دوی له وتلو وروسته په ډیرو اسلامي هېوادونو کې د غرب په لاس روزل شویو سیکولرستانو او غربپالو د مسلمانانو سیاسي قیادت په لاس کې واخیست. نور بيا…

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *