بېلابېلې لیکنې

سیکولریزم څه ته وایي؟

دویمه او وروستۍ برخه / لطف الرحمن قمري
٣ـ مستشرقین:
دریم عامل دا و چې استعمار ګرو قوتونو د سکولریزم د انتقال لپاره ختیځ پېژندونکي یا مستشرقین په دې ډګر کې وکارول، هغوی چې له پخوا څخه یې د مسلمانانو عقاید ښه مطالعه کړي وو په مسلمانانو کې د دین او سیاست د جلا کولو فکره عامه کړه چې په پایله کې یې سیکولریزم راتلو ته لاره هواره شوه.
٤ غربي هیوادونو کې د مسلمانانو زده کړي:
په اسلامي نړۍ کې د سیکولریزم د خپرېدو یو ستر عامل د مسلمانانو هغه اولادونه وو چې د زده کړو لپاره غربي نړۍ ته لېږدول شوي وو، دوی غوښتل چې هلته په نوي ساینسي علومو کې پوهه تر لاسه کړي، خو خپلو هېوادونو ته د بېرته را ستنېدو په وخت یې سیکولریزم راوړ، دوی د فیزیک،کیمیا،بیالوژی،طب او ریاضیاتو د زده کړي لپاره هلته تللې وو خو له هغې خوا یې اقتصادي، سیاسي، اجتماعي، ارواپوهنه او ادبیاتو علوم له ځان سره را وړل، دوی اسلامي علوم هم په غربي پوهنتونو کې زده کړل او ددې تر څنګ یې ازاد خیالي، غربي کلتور او د غرب د پرمختګ نوې فکره ځان سره راوړه.
٥ـ په رسنیو کې سیکولریزم خپرول:
سیکولرستانو د راډیو، تلویزون او نورو ګڼ شمېر رسنیزو وسایلو څخه د خپلو افکارو په خپرولو کې ډېره ګټه واخیستله او په دې کار کې مسیحیانو او سیکولرستانو زیاته ونډه لرله، دوی وتوانېدل چې د ټولنې ټولو اقشارو ته د سیکولریزم اساسات او افکار ورسوي او په همدې توګه یې په اسلامي نړۍ کې په پراخه پیمانه دا ناروغي خپره کړه.
په اسلامي نړۍ د سیکولریزم منفي اغېزې:
١ـ شرعي قوانین په وضعي قوانینو بدلول:
سیکولرستانو په تدریج سره شرعي قوانین په وضعي قوانینو بدل کړل، مستعمرینو له دوی سره ملګرتیا او مرستې په شرعي قوانینو له منځه وړلو پورې وتړلې، له هغو تنظیمونو او دولتونو سره یې جګړه وکړه چې د اسلامې نظام غوښتونکي وو، دغه راز یې د مسلمانانو د عقایدو خرابولو دپاره په شرعي احکامو لکه حدود، ارتداد او د میراث مسایلو په ضد تبلیغات وکړل تر څو مسلمانان په شک کې واچوي، او د الله تعالی د نظام غوښتل یې د وخت، پرمختګ او اوسني تمدن سره ټکر اوباله.
٢ـ فحاشي خپرول:
سیکولرستانو د سالمې ټولنې د لومړني بنسټ یعني کورنۍ د له منځه وړلو لپاره په لاندې تګلارو کار وکړ:
١ـ هغو قوانینو ته اجازه ورکول چې بد اخلاقي خپروي او په دې کار چاته جزا نه ورکول، دغه راز زنا او بد اخلاقي د یو چا شخصي عمل او ازادي بلل.
٢ـ په رسنیز ډګر کې په ازاده توګه بد اخلاقي او فحاشي خپرول او د دي لپاره په پراخه پیمانه شپه او ورځ کار
کول.
٣ـ په حجاب بندیز لګول او په ښوونځیو او پوهنتونو کې د نر او ښځو ګډو زده کړو ته زمینه سازي او ازادي ورکول.
٤ـ د جهاد له فرضیت څخه انکار کول او دا شرعي حکم یو ترورستي کار ګڼل.
٣ـ د ښځو ازادي او حقوقو ته تبلیغات کول:
سیکولرستانو د نړۍ په هر هېواد کې دې خبرې ته ډیر پوښښ ورکړ چې ښځو ته باید ازادي ورکړل شي هم د کار په برخه کې او هم په دولت کې د ونډي په برخه کې، تر دې چې دوی په اسلام داسې نیوکې وکړي چې ګواکې ښځو ته یې پوره حقوق نه دې ورکړي.
د سیکولریزم اهداف:
د اسلامي نړۍ په اړه سیکولرستان ګڼ اهداف لري دلته یې ځیني مهم را اخلو:
– د مسلمانانو په عقایدو کې د خپل دین په اړه شکوک پیدا کول.
– د لویدیځ ملحدانه او ماده پرستي مفکوري ته وده ورکول.
– اسلام له سیاست او دولت څخه جلا کول او د هغه په ځای د غرب له افکارو سره سم سیکولر حکومت تشکیلول.
– په اسلامي نړۍ کې جاهلي عصبیت ته وده ورکول.
– مسلمانان د صالح قیادت څخه متنفره کول.
– د ښځو د ازادۍ په نوم د هغو عفت او حیا له منځه وړل.
– اسلام په دې متهم کول چې د تورې او جګړې دین دي.
– په اسلامي ثقافت نیوکي کول او اسلامي نظام د وروسته پاتي والي لامل بلل.
څه وكړو ترڅو د سيکولريزم مخه ونيسو؟
داچې داسلام دښمنان تر وسه وسه هڅه او کوشش کوي چې مسلمانان وټکوي او په دې تکل کې دي. نوڅنگه مسلمان کولای شي له دغه دردونکي حالت څخه چې نن ورسره مخامخ دی ځان وژغوري اوڅه ډول کولای شي چې پخوانی سعادت او عزت خپل کړي؟
نود دې لپاره باید لومړی خلکو ته داسلام صحیح معنا وښودل شي ځکه دلویدیځ گوډاگیان اوداسلام دښمنان هڅي اوهاند کوي چې اسلام په غلطه معنا خلکوته څرگند کړي.همدارنگه داسلام دحقانیت څخه خلک خبر کړل شي . ځکه داروپا دین خپله پاپانو تحریف کړي .
ولي داسلام دمبارک دین حفاظت خپله الله رب العزت کړي.
باید مسلمانانو ته وښودل شي چې په اسلام کې دين يوازي دعلماوو لخوا څخه ښودل کيږي. بلكي دعلماوو لخوا دين نه جوړيږي.
همدارنگه خلک باید پوهه شي چې اسلام حق اوثابت دین دي اوتغير پکي نه راځې. سربیره پر دي اسلامي دعوت باید پرمخ يوړل شي په تیره بیا دډاکترانو ، انجينرانو ، وكيلانو، ليکوالانو ، استاذانو، او محصلانو په منځ کې خپور شي. اوباید ددي نظريې سره مبارزه وشي چې وايي اسلام د ننني عصر سره جوړ دین نه دى.
ددي ترڅنگ باید صحیح قیادت رامنځ ته شي ،ځکه داسلامي امت دماتي خوړلو ستر لامل دیومسلمان، پوهه، حكيم، او ملي قيادت نه لرل دي.
داسلام ددښمنانو اوغربي سيكولريستانو په مقابل کې په فکري اوعملي ډگر کې جهاد او هڅي پيل کړو. ترڅو اسلامي امت دداسې ناورين څخه نجات ومومي .. مسلمانان، په ځانگړې توگه مسلمان ځوانان باید په اسلام وپوهول شي او په فکري ډگر کې داسې غښتلي شي، چې داسلام ريښتينې څيره نړۍ ته وروښيي او داسې نظام را مینځ ته کړي چې د نړۍ والو لپاره مثال وي.
په پوهنتونو کې د فکري جګړي مظمون لازمې کړو کوم محصلین چې خارج ته درس ته استول کیږی هغو ته یو څو میاشتې باید فکري درسونه ورکول شې تر څو هغو د غرب څخه متاثره نشې.
نو بنا د ټولو علماؤ د نظر او فکر د لاریونیانو دا مسؤلیت دی ترڅو د دې منحرفې عقيدې په مقابل کې غږ اوچت او په لمنځه وړلو کې يې خپل ټول زيار
اوباسې.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *