ادبشعرونه

شيرين  افغانستان

راځئ، راځـئ ملګــرو! چې جانان باندي مین شــو

مل غني خیل

راځئ، راځـئ ملګــرو! چې جانان باندي مین شــو

په ګډه پر شیرین افغانســتان بــــانــدي میــن شــو

راځئ وروڼه قومونه یو، په میـنه کې ژونـــد تیر کړو

عُقدې تر مینځ هوارې کړو، پـر ځان باندي مین شو

د نورو هیوادونو پــــر ځای دلــته خــولې توی کړو

پــر ځمــکه یې مین او پر اسمان باندي میــن شـــو

په ستنه کې تار واچوو، په ګډه لاس پــــــه کار شو

د خپل ولــس ریښـې، ریښې ګریوان باندي مین شو

له غــرونـو، له هـــــوارو، له ښارونـــو پسې ووځو

ډولۍ د پیــغلې ســولې ته کـاروان بانــدې مین شو

د ړنګ جومات په ړنګې مینارې مــو رحــم وکـــړو

بلال له خـــــوبه پاڅــوو، اذان بانــدي میــن شـــو

ګلان د امـــــــن وکــــرو پـه لـپــو د دوعــــــا کې

او مَلَه! پـرې د اوښکــو په باران بانــدي میـن شـــو

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Check Also
Close