افغانستان
شیخ شهابالدین دلاور: د ښوونځيو او پوهنتونونو لپاره له مناسبو شرايطو برابرولو وروسته به ښوونيز بهير پيل شي
شریعت: د کانونو او پټرولیم وزیر شیخ شهاب الدين دلاور پرون خبریالانو ته ویلي، چې د ښوونځیو او پوهنتونونو په اړه به ژر تصمیم ونیول شي.
شریعت: د کانونو او پټرولیم وزیر شیخ شهاب الدين دلاور پرون خبریالانو ته ویلي، چې د ښوونځیو او پوهنتونونو په اړه به ژر تصمیم ونیول شي.
شیخ شهاب الدین دلاور رسنیو ته وویل: د ښوونځیو او پوهنتونونو لپاره د مناسبو شرایطو له برابرولو وروسته د ښوونيز او زده کړې بهیر پیلیږي.
هغه زیاتوي، اوس مهال په ډېرو ولایتونو کې ښوونځي او پوهنتونونه رخصت دي، تر حمل میاشتې به د ښوونځیو، لیسو او پوهنتونو په اړه داسې تصمیم ونیول شي چې له شریعت او افغاني دودونو سره سم وي. د کانونو او پټرولیم وزیر دا څرګندونې له هغه وروسته کوي چې اونۍ مخکې د سرپرست حکومت د لوړو زدهکړو وزارت اعلان وکړ چې په هېواد کې د نجونو لوړې زدهکړې تر بل امر پورې وځنډول شوې.