ادبشعرونه

صبر

موږ د صبر پۍ رودلي، يو په صبر پاييدلي
له طوفان او آزميښتونو، هسکه غاړه راوتلي
ستراتيژۍ د فرعونيانو، مو په صبر کړلې ويلې
ستر چالاک ستر جنرالان مو، دي په صبر څملولي
افغانانو ستاسې صبر ته مې دوه لاسه سلام دی
په لنډ وخت کې مو پرې څو امپراتورۍ راپرځولي
په زخمونه باندې صبر، تعذيبونو باندې صبر
بې مثاله مو دی صبر، خپل سرونه مو شيندلي
صبر زده کړئ، صبر وکړئ، تل په صبر توصیه کړئ
چې اسلاف او مشران مو ټول په دغه لاره تللي
دا ايوب، يعقوب ، ياسر او بلال ګورئ
صبر صبر ، صبر صبر دي تر هسکو رسولي
اعاده په صبر وشوه، استحکام هم صبر غواړي
بې صبرۍ يو په ځلونو، له ګړنګه غورځولي
اَثَره وينو په سترګو ، بيا هم کلک په صبر ټينګ يو
د انصارو پل به نيسو، تر کوثره رسيدلي
اعتماد په نفسو نه کړو، اعتصام له خدايه غواړو
له موږ وړاندې ډير غښتلي، له دې لارې ښوييدلي

صبغت الله وصيل

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Check Also
Close