دینې لیکنې

صدر اسلام او د بريالۍ حکومتولۍ راز!

ابوالیاس جهادوال/ لومړۍ برخه
کله چې د اسلام ستر پيغمبر د الله ﷻپه حکم له مکې معظمې څخه مدينې منورې ته هجرت وکړ، نو ورسره‌سم د اسلامي حکومت بنسټ هم کېښودل شو. هغه مهال شرایط داسې وو چې بايد لومړی د مدينې منورې چارو سمون ته پام واړول شي نو په همدې موخه پيغمبرﷺ د «منشور مدينه» په نوم يوه داسې کړنلاره تصويب کړه چې پر بنسټ يې د دغه ښار ټولې ټولنيزې، سياسي او امنيتي چارې سمباليدې. د اسلام ستر پيغمبر د همدغه منشور پر بنسټ خپل سياسي ــ ډيپلوماټيک فعاليتونه هم پيل کړل چې په پايله کې يې ډېر قبائل د اسلام پر دین مشرف شول او ځينو يې هم بې پرې سياست غوره کړ. دغې چارې له يوې خوا د اسلامي نظام حاکميت پراختيا ته لاره هواره کړه او له بل لوري يې د قريشو پر حاکميت چې هغه مهال يې پر نورو عربي قبايلو هم پراخ نفوذ درلود، منفي اغېز وکړ.
له هغه وروسته پيغمبر ﷺ خپل پام د مکې قريشو ته واړاوو، که څه هم دغه مشرکين هغه مهال د اسلامي نظام پر وړاندې تر ټولو ستر خنډ ګڼل کيدل او څو ځلې يې په مدينه منوره بريدونه کړي وو چې وروستی هغه يې هم د خندق جګړه وه، خو وروستيو پرمختياوو يې د حاکميت ستنې کمزورې کړې وي چې بالاخره يې د حديبې سولې ته غاړه کېښوده او په يو ډول سره يې اسلامي نظام په رسميت وپېژانده چې دغه تړون وروسته د هجرت په اتم کال د مکې عظيمې فتحې ته زمينه برابره کړه. په دې توګه هغه ستر خطر له منځه لاړ چې د اسلامي نظام پراختيا او پرمختيا پر وړاندې خنډ بلل کيده.
د مکې معظمې له سترې فتحې وروسته بېلابېلو قبايلو د استازيو په استولو سره د اسلام دين منلو پيامونه وړاندې کړل چې په دې سره اسلام د جزيرة العرب په ټوله ځمکه خپور شو. نبي کريمﷺ نويو مفتوحه سيمو له‌پاره عيني شرایطو ته په کتو سره بېلابېل شرایط وټاکل ، چې ځينې هغه يې په لاندې ډول دي:
1. د خيبر، فدک او تيما يهود ميشتې سيمې چې د تورې په زور فتحه شوې وې، مکلف شول چې د خپلو کرنيزو محصولاتو نيمايي برخه اسلامي نظام ته ورکړي؛
2. د نجران سيمې خلکو سره چې مسيحيان وو او خپل ځانګړی اداري سيسټم او خپلواکي يې درلوده، داسې تړون لاسليک شو چې د خپلو محصولاتو او عوايدو يوه برخه اسلامي نظام ته ورکړي خو په حکومتي سيسټم کې يې کوم ځانګړی بدلون رانه وستل شو؛
3. طائف د اداري مرکز په توګه وټاکل شوه او عثمان بن ابي العاص يې والي وټاکل شو؛
4. يمن په درېيو ايالتونو ( صنعاء، الجند او حضرموت ) باندې ووېشل شو؛ او
5. جيفر او عباد آل الجلندي د عمان په حاکميت کې ابقاء شول.
همدارنګه د اسلام ستر پيغمبرﷺ له رحلت وروسته چې کله حضرت ابوبکر صديق رضي الله عنه د مسلمانانو د خليفه په توګه وټاکل شو، نو لومړی يې د روميانو مقابلې ته ورودانګل او تر شديدي جګړې وروسته يې دغه امپراتورۍ ماته کړه. ورپسې يې په جزيرة العرب کې د ځينو مرتدينو او مخالفانو پر ضد اقدامات وکړل او هغوی يې بېرته د اسلامي نظام تابع وګرځول.
د اسلام لومړي خليفه په زمانه کې رومي او ايراني امپراتورۍ هم وځپل شوې او په عملي توګه له عرب جزيرې بهر د فتوحاتو لړۍ پيل شوه.
د حضرت ابوبکر صديق رضی الله تعالی عنه له وفات وروسته چې کله حضرت عمر فاروق د مسلمانانو خليفه وټاکل شو، د فتوحاتو لړۍ دوام وموند، فارس ( اوسنى ايران، عراق، افغانستان او بلوچستان ) په بشپړ ډول د اسلام تر حاکميت لاندې راغی او شام، فلسطين او مصر هېوادونه هم فتحه شول.
له هغه وروسته د حضرت عثمان رضي الله عنه خلافت په وروستيو کې د مسلمانانو ترمنځ د ځينو اختلافونو له امله په فتوحاتو کې څه ځنډ راغی خو د اموي خلافت په واکمنيدو سره دغه لړۍ بېرته پيل او لا ګړندۍ شوه.
دغه مهال چې حضرت معاويه رضي الله عنه د مسلمانانو خليفه وو، د شمالي افريقا په فتحې سره روم په افريقا کې خپل حاکميت له لاسه ورکړ.
ورپسې د عبدالملک بن مروان او وليد بن عبدالملک واکمنۍ پر مهال هم د فتوحاتو دغې لړۍ دوام وموند، روم خپل تر واک لاندې سيمې يو په بل پسې له لاسه ورکړې او اسلامي پوځونه د دغې امپراتورۍ پلازمينې قسطنطنيې ته نېږدې شول.
په اوومه عيسوي پيړۍ کې د وليد بن عبدالملک د خلافت پر مهال اسلامي لښکرې د طارق بن زياد پر مشرۍ پر اسپانيې ( اندلس) بريد وکړ چې خلک يې د واکمنو له ظلم څخه سخت تنګ شوي وو او د مراکش شمالي ساحل د سبته سيمې د والي «يوليان» په مرسته يې دغه هېواد فتح کړ.
اسلامي لښکرو له دې سربېره د اروپا د فتحې له‌پاره هم مټې راونغاړلې او د فرانسې څو سرحدي ښارونه يې فتح کړل. دغه مهال د اسلام سپيڅلی دين په اروپا کې په چټکۍ سره د خپريدو په حال کې وو او يو زيات شمېر اروپايي ځوانانو له اسلام سره د ليوالتيا له امله د عربي ژبې زده‌کړې ته مخه کړه چې دې وضعيت مسيحي مذهبي رهبران اندېښمن کړل. په کمو امکاناتو د مسلمانانو دغه بې‌ساری پرمختګ چې په پايله کې يې اسلامي نظام د نړۍ پر ډېره برخه حاکميت درلود، بېلابېل لاملونه درلودل چې ځينو هغو ته يې لنډه کتنه کوو:
۱) د شريعت انفاذ:
په صدر اسلام کې د اسلامي نظام د بريا تر ټولو ستر راز پر ځمکه د الهي قانون حاکميت وو ځکه چې په اسلام کې تکويني او تشريعي حاکميت د الله تعالی حق ګڼل شوی چې د خپل خليفه پر مټ يې پر ځمکه نافذوي، څرنګه چې قرآن کريم فرمايي: ژباړه: (ته ووایه: اى الله!د بادشاهۍ مالكه! ته بادشاهي وركوې هغه چا ته چې وغواړې او بادشاهي بېرته اخلې له هغه چا نه چې وغواړې، چا ته چې وغواړې عزت وركوې او چا ته چې وغواړې ذلت وركوې، هم ستا په لاس كې خیر دى، بېشكه ته په هر شي باندې ښه قادر يې )( آل عمران سورة، ۲۶ آيت)
له همدې امله وه چې د اسلام ستر پيغمبر ﷺ څخه نيولې تر خلفاوو راشيدو او نورو اسلامي اميرانو د واکمنۍ هدف يوازې او يوازې پر ځمکه د الهي قانون حاکميت وو چې دا نه يوازې د اخروي بريا لامل کېږي، بلکې په دارالفناء کې هم د انسانانو کاميابي او خوشبختي تضمينوي او دغه حاکميت امتياز نه‌ بلکې يو ستر مسووليت دی چې بايد اهل ته يې وسپارل شي. څرنګه چې حضرت علی رضی الله تعالی عنه فرمايي: حق علی الامام ان یحکم بما انزل الله وان یودی الامانة فاذا فعل ذالک فحق علی الناس ان یسمعوا له وان یطیعوا وان یجیبوا اذا دعوا۔ [كنز] ژباړه : د امام (حاکم) دنده دا ده چې د الله له نازل شوي قانون سره سم قضاوت وکړي او امانت اداء کړي، نو کله چې هغه دا ډول عمل کوي، نو د خلکو دنده ده چې د هغه خبرې واوري، اطاعت یې وکړي، او کله چې هغوی را بولي باید مثبت جواب
ورکړي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *