دینې لیکنې

صدقه فطر (سرسايه)

سرسايه واجب ده او له زکاته مخکې د هجرت په دوهم کال د شعبان په مياشت کې کله چې روژه فرض شوه، سرسايه هم واجب شوه
د سرسايې وجوب له يو شمېر احاديثو ثابت دی چې ځينې يې په لاندې ډول دي:
۱- عَنِ ابْنِ عُمَرَ، أَنَّ رَسُولَ اللهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ قَالَ: صَدَقَةُ الْفِطْرِ عَلَى كُلِّ مُسْلِمٍ صَغِيرٍ أَوْ كَبِيرٍ ، حُرٍّ أَوْ عَبْدٍ، ذَكَرٍ أَوْ أُنْثَى صَاعٌ مِنْ تَمْرٍ أَوْ صَاعٌ مِنْ شَعِيرٍ
ژباړه: له ابن عمر رضي الله عنهما څخه روايت دی چې رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمايل: له خرما او وربشو يوصاع سرسايه پر هر مسلمان کوچني، لوی، ازاد، مرېيه، نارينه او ښځينه واجب ده.
په پورتني حديث کې د ((على)) توری راغلی چې د وجوب او لزوم لپاره کارول کېږي او په بل حديث کې رسول الله صلی الله عليه وسلم سرسايې ته واجب او حق ويلي،چې دا د وجوب او لزوم يو بشپړ څرګند دليل دی، ابن عباس رضي الله عنهما وايي:
۲- أن رسول الله صلى الله عليه وسلم أمر صارخا ببطن مكة ينادي أن صدقة الفطر حق واجب على كل مسلم صغير أو كبير، ذكر أو أنثى، حر أو مملوك، حاضر أو باد، صاع من شعير أو تمر
ژباړه: رسول الله صلی الله عليه وسلم په مکه کې يو آواز کوونکي ته د آواز کولو امر وکړ چې له وربشو او خرماوو يو صاع سرسايه پر هر کوچني، لوی، نارينه، ښځينه، آزاد، مرېيه، ښاري او سارايي مسلمان حق او واجب ده.
۳- عن الحسن أن ابن عباس: خطب بالبصرة فقال أدوا زكاة صومكم فجعل الناس ينظر بعضهم إلى بعض فقال من ها هنا من أهل المدينة قوموا إلى إخوانكم فعلموهم فإنهم لا يعلمون أن رسول الله صلى الله عليه و سلم فرض صدقة الفطر على الصغير والكبير والحر والعبد والذكر والأنثى نصف صاع من بر أو صاعا من تمر أو شعير
ژباړه: له حسن رحمه الله روايت دی چې ابن عباس رضي الله عنهما په بصره کې د وينا په ترڅ کې وويل: د خپلو روژو زکات اداکړئ؛ نو خلکو يو بل ته وکتل، بيا يې وويل: دلته د مدينې له خلکو څوک شته؟ پورته شئ خپلو وروڼو ته ور وښاياست، ځکه هغوی نه دی خبر، چې رسول الله صلی الله عليه وسلم له غنمو نيم صاع او له خرما او وربشو يوصاع سرسايه پر هر کوچني، لوی، آزاد، مرېيه، نارينه او ښځينه، فرض کړې ده.
د سرسايې شرطونه:
۱- د سرسايې لومړی شرط اسلام دی پر کافر سرسايه نشته، ځکه دا يو ډول عبادت دی، له همدې امله له نيت پرته نه اداکېږي او کافر د عبادت وړتيا نه لري.
۲- دوهم شرط يې ازادي ده، په مرېيه سرسايه واجبه نه ده، ځکه مرېيی له ازادۍ مخکې د څه شي څښتن نه وي، هر څه چې ورسره وي هغه يې د بادار وي.
۳- د سرسايې لپاره نصاب هم شرط دی، ځکه د ابو هريرة رضي الله عنه په حديث کې راځي چې رسول الله صلی الله عليه وسلم ويلي: لاَ صَدَقَةَ إِلاَّ عَنْ ظَهْرِ غِنًى، وَالْيَدُ الْعُلْيَا خَيْرٌ مِنَ الْيَدِ السُّفْلَى، وَابْدَأْ بِمَنْ تَعُولُ.
ژباړه: (وجوبي) صدقه يوازې د شتمنۍ په حالت کې لازمه ده، ورکوونکی لاس تر اخيستونکي لاس غوره دی او له خپلوانو يې پيل کړه.
د سرسايې د وجوب لپاره نصاب شرط دی خو بلوغ او عقل نه دي شرط؛ نو ځکه پر هر ازاد مسلمان کوچنی وي او که لوی، نارينه وي او که ښځينه، هوښيار وي او که لېونی سرسايه واجب ده، په دې شرط چې د نصاب په اندازه مال ولري او له هر ډول اړتياوو لکه ځای، جامې، د کور سامانونه، سپرلۍ، سلاح او د اولاد له لګښت څخه زيات وي.
د کومو کسانو لخوا چې سرسايه ورکول اړين
دي:
کله چې يو تن د نصاب په اندازه د مال څښتن شي؛ نو د لاندېنيو کسانو سرسايه پرې لازمېږي:
الف: د خپل ځان او نابالغو اولادونو سرسايه.
ب: د داسې بالغ لېوني اولاد چې هغه د نصاب په اندازه مال ونه لري.
ج: پر نيکه د هغو نابالغو يتيمانو سرسايه چې د نصاب په اندازه مال ونه لري.
د: همدارنګه د بې وزله لېوني پلار سرسايه پر شتمن اولاد لازمه ده.
د کومو کسانو سرسايه چې پرې لازمه نه وي:
سره له دې چې يو تن د نصاب په اندازه د مال څښتن دی، خو د لاندېنيو خلکو سرسايه پرې لازمه نه ده:
الف: پر شتمن تن د روغ مور او پلار سرسايه نه ده لازمه، که څه هم د هغوی لګښت يې پر غاړه وي.
ب: د بالغو اولادونو سرسايه پر پلار نه ده لازمه.
ج: پر تره (کاکا) د ورېرو او نورو خپلوانو سرسايه نه ده لازمه، که څه هم هغوی بېوزله او نابالغه وي.
د: پر مېړه د خپلې مېرمنې سرسايه نه ده لازمه.
که چېرې نوموړي کسان شتمن وو، خپله سرسايه به په خپله ورکوي او که بېوزله وو؛ نو له سره سرسايه پرې نشته، خو که د دې هر څه سره بيا هم يو شتمن تن د نوموړو کسانو له امر پرته له خپله ځانه د هغوی سرسايه اداکړي، اداکېږي.
د سرسايې او زکات تر منځ توپير:
سرسايه په نصاب کې د زکات غوندې ده چې يو تن به له کور، د کور له سامانونو، جامو، سپرلۍ، سلاح او نورو اړتياوو زيات د نصاب په اندازه مال لري، بيا سرسايه پرې لازمېږي، خو په ځينو حکمونو کې بيا توپير ور سره لري:
۱- د زکات د نصاب لپاره نغدې پيسې يا بل تجارتي مال چې په سوداګرۍ سره زياتوالی (نما) په کې راشي اړين دی او په سرسايه کې ضروري نه ده چې د نصاب په اندازه له اړتيا زيات مال دې د سوداګرۍ لپاره وي او په هغو کې دې د سوداګرۍ له لارې زياتوالی راشي.
۲- د زکات پر نصاب د کال تېرېدل (حولان حول) هم ضروري دي د کال له تېرېدو مخکې زکات نه واجبېږي او په سرسايه کې د کال تېرېدل اړين نه دي، بلکې که د کوچني اختر له سهار راختو لږ مخکې يوڅوک د ټاکلي نصاب څښتن شي، سرسايه پرې لازمه ده.
۳- کله چې يو څوک د نصاب په اندازه د مال څښتن شي، زکات پرې واجب شو، بيا که د زکات له ورکولو مخکې هغه مال له منځه ولاړشي زکات يې هم له غاړې ساقطېږي، خو سرسايه د يو ځل واجبېدو روسته نه ساقطېږي، ځکه هغه تر انسان پورې تړاو لري او هغه شته دی.
۴- که يو څوک تر اوسه د نصاب څښتن نه وي او سرسايه ورکړي بيا ورورسته د نصاب څښتن شو؛ نو همغه ورکړې سرسايه يې صحيح ده بيا يې ورکول پرې لازم نه دي، ځکه سبب د سرسايې چې انسان و هغه شتون لرلو ۱۳ خو زکات له نصاب مخکې نه صحيح کېږي، ځکه د زکات لپاره سبب د نصاب په اندازه مال دی او هغه د ورکړې په وخت کې شتون نه لرلو.
۵- زکات هندو يا بل کافر ته ورکول روا نه دي، خو سرسايه (ذمي) هندو يا بل هر هغه کافر ته چې د اسلامي هېواد قوانين يې منلي وي ورکولای شو.
۶- د زکات د وجوب لپاره عقل او بلوغ شرط دي، خو د صدقې فطر د وجوب لپاره دا دواړه شرط نه دي؛ نو که يو کوچنی يا لېونی د نصاب په اندازه مال ولري، سرسايه پرې لازمه ده، د هغوی له ماله به ورکول کېږي.
د سرسايې اړوند مسئلې:
مسئله: د سرسايې د وجوب وخت د کوچني اختر له سهار را ختو پيلېږي؛ نو که له سهار را ختو مخکې د چا بچی پيدا شي، يا بې وزله و، شتمن شي، يا کافر و، مسلمان شي، سرسايه پرې لازمه ده او که يوڅوک له سهار مخکې مړ شي او يا له سهار راختو وروسته يې بچی پيدا شي، يا څوک شتمن، يا مسلمان شي، بيا سرسايه پرې لازمه نه ده.(۱۷)
مسئله: سرسايه د کوچني اختر له سهار را ختو سره واجبېږي، خو که يې څوک د کوچني اختر له سهار راختو مخکې، بلکې له روژې مخکې ورکړي هم اداکېږي.
مسئله: غوره دا ده چې سرسايه د کوچني اختر له سهار راختو وروسته او د اختر له لمانځه مخکې و ايستل شي، ځکه رسول الله صلی الله عليه وسلم به داسې کول او بل رسول الله صلی الله عليه وسلم ويلي: (اغنوهم عن المسئلة فی مثل هذ اليوم)
ژباړه: بې وزله په دې ډول ورځ کې له غوښتلو بې پروا کړئ.
خو که چا د کوچني اختر تر لمانځه پورې و نه ايستله، بيا يې هم له غاړې نه ساقطېږي، له دې وروسته به يې هم وباسي، ټول عمر يې د ادا کولو وخت دی.
مسئله: که يو شتمن د کوم شرعي عذر له مخې لکه: د ډېر عمر وي، يا ناروغه وي، روژه ونه شي نيولای، سرسايه بيا هم پرې لازمه ده، ځکه روژه، زکات، لمونځ او سرسايه هر يو ځان ځان ته عبادتونه دي.
مسئله: په سرسايه کې د زکات غوندې تمليک اړين دی چې يو څوک به يې څښتن جوړوي، نو د جومات په جوړولو، د مړي په کفن، يا يې پور خلاصولو او يا هم د مرېيه په ازادولو کې د سرسايې ورکول صحيح نه دي، خو که يو مسکين ته ورکړل شي بيا امر ورته وشي چې له نوموړو څلورو شيانو يې په يوه کې ولګوي دا رواده.
همدارنګه په هر خيريه کار کې چې تمليک نه وي د سرسايې ورکول روا نه دي لکه: د لارې، پول، ويالې، څاه او داسې نورو شيانو جوړول يا په چا روژه ماتي خوړل.
مسئله: په زکات، سرسايه او نذرونو کې له ټولو غوره داده چې لومړی يې خپلو بې وسه وروڼو او خويندو ته ورکړې، بيا د هغوی اولادونو ته، بيا کاکا ګانو او عمه ګانو ته، بيا د هغوی اولادونو ته، بيا ماما ګانو او خاله ګانو ته، بيا د هغوی اولادونو ته، بيا نورو خپلوانو ته، بيا ګاونډيانو ته، بيا خپل هم مسلکو ته، له دې وروسته د خپل کلي يا ښار خلکوته.
مسئله: د سرسايې اندازه په وربشو او خرماوو او مميزو يو صاع، په غنمو، اوړو، نيم صاع ده، يا د نوموړو شيانو د ټاکلې اندازې قيمت ورکول دي.(۲۴)
مسئله: کوم شيان چې په احاديثو کې نه دي راغلي لکه: جوار، وريژې او داسې نور په هغو کې د غنمو، وربشو يا خرماوو قيمت د باور وړ دی چې دومره اندازه به ورکوي چې د يوصاع وربشو ياخرماوو قيمت ته ورسېږي او يا د نيم صاع غنمو يا اوړو د ارزښت برابر وي.
مسئله: که څوک د پورته نوموړو شيانو ارزښت ورکوي؛ نو د ورکړې د ورځو د هغه ښار ارزښت د باور وړ دی په کوم ښار کې چې سرسايه ورکوي، که صحرا وه بيا هغې ته د څېرمه ښار قيمت د باور وړ دی.
مسئله: د صاع په اندازه کې علماء په يوه خوله نه دي، ځينو څلور کيلو، ځينو زيات او ځينو کم ښودلی دی، رشيد احمد رحمه الله په احسن الفتاوی کې نصف صاع دوه کيلو پنځه ويشت ګرامه او د احتياط لپاره دوه کيلو دوه دېرش ګرامه ښودلی،چې يو صاع څلور کيلو څلور شپېته ګرامه کېږي او غوره دا ده چې په احتياط عمل وشي له ټولو لوړ وزن ورکړل شي، تر څو د بې وزلو هم چاره په کې وشي.
مسئله: په سرسايه کې تر نوموړو شيانو يې قيمت ورکول غوره دی، ځکه په دې سره بې وزله د خپلې اړتيا سره سم خپلې موخې ته ژر رسېدلای شي.
مسئله: د يو تن سرسايه يو مسکين او څو مسکينانو ته ورکول روا دي، همدارنګه د څو تنو سرسايه يو مسکين ته ورکول روا دي.
مسئله: سرسايه همدارنګه ټولې واجبي صدقې خپلو اصولو ( مور، پلار، انا، نيکه (د مور له لوري وي او که د پلار له لوري، که څه هم لوړ وي) او فروعو (زامنو، لوڼو، لمسيانو ته، که څه هم ښکته وي) نه شي ورکولای او نه يې مېړه او ښځه يو بل ته ورکولای شي.
مسئله: سرسايه لېوني او داسې نابالغ ته چې نه پوهېږي ورکول روا نه دي، خو که د هغوی کوم سرپرست يې د هغوی لپاره واخلي، بيا روا ده.
مسئله: د معادنو او خزانو له (خمس) پنځمې پرته، نورې ټولې واجبې صدقې لکه: سرسايه، نذر، کفاره او داسې نورې صدقې سيد ته ورکول روا نه دي.
مسئله: سرسايه، عشر، زکات، نذر، کفاره، د روژې يا لمانځه فديه او داسې نورې وجوبي صدقې بايد مسکين او بې وزله ته پرته له کومې بدلې ورکړل شي، که چېرې مسکين نه وي يا مسکين وي، خو د کوم کار په بدل کې ورکړل شي؛ نو نوموړې صدقې نه اداکېږي، بيا يې ورکول پرې لازم
دي.
مسئله: سرسايه هر بې وزله ته ورکولای شئ، خو د مدرسې طالب العلمانو او مجاهدينو ته يې ورکول دوه اجرونه لري د سرسايې ثواب او له دين سره د مرستې ثواب.
يادونه: که د جومات امام مسکين نه وي يا مسکين وي، خو سرسايه د اجرت په توګه ورکول کېږي؛ نو نه د خلکو سرسايه اداکېږي او نه يې امام ته اخيستل روا دي.
يادونه: که چاته الله جل جلاله ښه شتمني ورکړې وي هغه لره په کار دي چې په سرسايه کې له ټولو د لوړ قيمت شی يا د هغه د قيمت برابرې پيسې ورکړي، ترڅو د مسکينانو چاره هم وشي او دی هم ډېر ثواب تر لاسه کړي.

سيف الله «ساعي»

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *