افغانستاناقتصاد او رغونه

عالیقدر امیر المؤمنین: له کجکي بند څخه دې ترینکوټ ته برېښنا ورسول شي

د افغانستان اسلامي امارت امیر المؤمنین شیخ الحدیث مولوي هبةالله آخندزاده حفظه الله د ترینکوټ سیندیزې فرعي حوزې

د افغانستان اسلامي امارت امیر المؤمنین شیخ الحدیث مولوي هبةالله آخندزاده حفظه الله د ترینکوټ سیندیزې فرعي حوزې له رئيس مولوي وکیل احمد نقي او د روزګان د مرکز او ولسوالیو ۲۱ سپین ږیرو او عالمانو سره په کتنه کې ویلي، چې د آغاجان بند جوړولو او له کجکي بند څخه ترینکوټ ته د برېښنا رسولو پروژو ته دې لومړیتوب ورکړل شي.

د باختر آژانس د خبر له مخې؛ په دغه کتنه کې د ترینکوټ سیندیزې فرعي حوزې رئيس د امیرالمؤمنین حفظه الله سره په روزګان کې د برېښنا ستونزې، د کجکي برېښنا بند څخه روزګان ته د برېښنا رسولو، په ګیزاب او چهارچینو ولسواليو کې له هلمند سیند څخه د کانالونو  د جوړولو، په چنارتو او چوره ولسوالیو کې د آغاجان او مني غار بندونو د جوړلو، په دهراود ولسوالۍ کې د تنګي بند د جوړولو، په خاص روزګان ولسوالۍ کې د سرتنګي او تور بندونو د جوړولو او روزګان کې اړوند کانالونو د سربندونو د رغولو وړاندیزونه  شریک کړل.

ورته مهال، امیرالمؤمنین حفظه الله د یادو ټولو وړاندیزونو د منلو ترڅنګ ټینګار وکړ، چې د آغاجان بند د جوړولو او د کجکي برېښنا بند څخه د روزګان مرکز، ترینکوټ ته دې د برېښنا رسولو پروژو ته لومړیتوب ورکړل شي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *