افغانستان

عدلیې وزارت:2 میلیونه او 400 زره جریبه غصب شوې ځمکه تثبيت شوې

عدلیې وزارت چې د غصب شویو ځمکو د بیرته راګرځولو د کمېسیون مشري کوي وايي؛ یاد کمېسیون د خپل فعالیت له پیل راهیسې د هېواد په مرکز او ولایتونو کې ۲ میلیونه او ۴سوه زره جریبه غصب شوې ځمکه پيژندلې چې ۳۰۰ زره جریبه ځمکه یې د غاصبینو له منګلو را ګرځول شوې ده.
د عدلیې وزارت ویاند عبدالحمید جهادیار د تېر حکومت د مرستيال محمد قسيم فهيم د فرمان پر بنسټ د کابل په شېرپور سيمه کې د وېشل شويو ځمکو په اړه وايي، چې په نږدې راتلونکي کې به دغه ځمکې هم وڅېړل شي او د شتون پر مهال به غصب شوي ملکیتونه بیرته را وګرځول شي.
ورته مهال هېوادوال د غصب شويو ځمکو د بېرته راګرځولو کمېسيون د فعالیت هرکلی کوي او وايي، چې د غصب شويو ځمکو په راګرځولو سره به حق حقدار ته ورسېږي.
دا په داسې حال کې ده، چې په تېرو شلو کلونو کې زرګونه جریبه دولتي او شخصي ځمکې د زورواکو له خوا غصب شوې دي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *