نړۍ

عمران خان ځان محکمې ته حاضر کړ

سرچینې خبر ورکوي چې پخوانی صدراعظم عمران خان اسلام اباد ته رسېدلی او ځان یې محکمې ته سپارلی دی.
دا په داسې حال کې ده چې محکمې ته د خان په حاضرولو کې د پولیسو او د نوموړي د پلویانو ترمنځ څو ځله اخ و ډب شوی و او لسګونه پولیس او د خان ملاتړي پکې ټپیان شوي وو. د تحریک انصاف په خبره چې پخواني صدراعظم عمران خان د خپلو موټر سایکل سپرو پلویانو په بدرګه اسلام اباد ته ورسېد.
پر عمران خان تور دی چې د خپلې صدراعظمۍ پر وخت یې دولتي ډالۍ په ناقانونه توګه پلورلي دي. بل خوا خان پر ځان د اوسني حکومت لګېدلي تورونه بې بنسټه ګڼي او پروپاګند یې بولي. نوموړی چې اوس اسلام اباد ته رسېدلی، په یو ویډیویي کلیپ کې ویلي چې حکومت غواړي دی زنداني کړي او له ټولټاکنو یې محروم کړي.
عمران خان د ۲۰۱۸م کال په اګست کې د پاکستان صدراعظم شو او په ۲۰۲۲ کال په اپریل کې ترې پارلمان واک واخیست او د ده مخالف اپوزسیون مشر شهباز شریف یې واک ته ورساوه.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *