لیکنېمقالی اوتبصرې

عمر پېژندنه؛ د ځوان نسل اړتیا! د ملاصاحب رحمه الله د لسم تلین په مناسبت

د ثور څلورمه د دې زمانې د یو لوی مدیر، سیاستوال، لارښود او بې جوړې قاطع مشر لسم تلین و، دا خورا مهمه ده چې عمر پېژندنه؛ د تدریسي نصاب برخه شي، اکاډمیک مراکز باید په دې اړه څېړنې وکړي او د دې عصر نابغه رهبر، د مدیریت ډول يي، روحاني ځواک يي، قاطعیت يي، جدیت يي، د ټینګ ایمان کیفیت يي او پر بشري نړۍ يي اغېزې پر جزییاتو په کتابونو کې خوندې کړي او تر راتلونکو نسلونو يي په امانت ورسوي.
دې مبارک جریان پر ټوله بشري نړۍ خصوصاً اسلامي نړۍ کې خورا ژورې اغېزې وشیندلې، د نړۍ په ګوټ ګوټ کې يي محبوبیت پیدا شو او د کرې له بله سره ورته د بریا په هیله لاسونه لپه شول؛ دا تړون ولې را منځته شو؟ دا اغېز څنګه پیدا شو؟ دا رابطه څنګه پیاوړې شوه؟ دا ډول پوښتنې څېړنیز ځوابونه غواړي.
د ملا صاحب رحمه الله پر شخصي ژوند، طرز تفکر، عاداتو، عباداتو، اذکارو او پر سیاسي لیدلوري عمیق پوهېدل دا پوښتنې لا ښې ځوابولی شي، خصوصاً وروسته له هغه چې امریکايي تروریستانو پر هېواد یرغل وکړ او دې مدبر شخص په خورا مهارت د امریکا د ټول نظامي، تبلیغاتي او سیاسي ځواک پر وړاندې خپل جنګیالي منظم وساتل او یوازې په روحاني رابطه يي دا صف واحد وساته، یعنې د دې صف د وحدت بیاوړتیا، اړیکي او دوام لپآره هیڅ ډول مادي، سیاسي او نظامي تګلارې کار نه ورکاوه؛ ځکه چې د ټولو اټکلونو پر اساس له نیمې نړۍ سره ډغرې هیڅ سیاسي، نظامي او مادي معنوي امتیاز له ځانه سره نه درلود او نه يي تصور کېدلی شوای، ځکه خو یوازې روحاني او عقیدتي رابطه وه، چې ځوانان يي د سرښندننو صفونو ته تیارول.
ملا صاحب رحمه الله پر الله جل جلاله زورور باور او ټینګ توکل درلود؛ د دې باور او توکل د تللو لپاره موږ اړ یو چې خپل مادي او د سیاسي مبصرینو پر تبصرو اټکلیز معیارونه یوې خواته کېږدو او دا مؤمن سړی د سلف صالحینو د معیارونو پر اساس وپېژنو؛ موږ کله کله په تبصره یا د چا په پېژندنه کې اشتباه کېږو ځکه چې د ټولو اشخاصو، پدیدو او حتی تاریخي جریانونو اړوند تبصره د خپل ټاکلي چوکاټ له مخې کوو، د ټولو د تعرف، تشریح او توضیح لپاره واحد چوکاټ، نظر او ادرس لرو، چې په دې ډول نو موږ کله کله سره زر د کاڼو په تله تول کړي وي او کله مو بیا بالعکس کار کړی وي، د ملا صاحب رحمه الله د پېزندنې لپاره ځکه زموږ اوسني معیارونه کار نه ورکوي، چې دا معیارونه د دې زمانې د اشخاصو، افکارو او پدیدو د شناخت لپاره ګوزاره کوي خو دا ډول اشخاص چې په اوسني وخت کې يي وجود استثنايي حالت پېښوي سړی دې اعتراف ته مجبوروي چې د دې زمانې خلک نه دي، نو مجبور یو یوه زماني مقطع ورته وټاکو او د ټاکلې زمانې مقطع د معیارونو پر اساس يي په اړه تبصره وکړو.
صبر؛ د عمل د پایلې اساس جوړوي، د ملا صاحب رحمه الله له لوري نږدې یوه نیمه لسیزه د نیمي نړۍ پر وړاندې چریکي جګړه رهبري شوه، د دې جګړې په اوږدو کې د ډېرو د اټکل خلاف خونړي زیانونه هم واوښتل، خو صبر او له الله جل جلاله سره رښتینې رابطې د هغه په هوډ کې هیڅ تغیر را نه وست؛ د دې تغیر اندېښنه ځکه موحوده وه، چې ټول موجود بشري وسایل دا تلیقنوي چې د نیمې نړۍ پر وړاندې په تش لاس ور مخکې کېدل، ورسره مبارزه کول او بیا يي حتی پر بریا باور لرل زموږ وړاندینۍ خبره تایئدوي چې د اوسنیو معیارونو پر اساس نا سم باور بلل کېږي؛ خو کله چې د دې باور جرړې وپلټل شي، تر بشري ستراتېژیو پورته د کایناتو د خالق پر ځواک، ملګرتیا او رحمت باور پياوړی شي بیا نو دا ډول څرګندونې، مبارزه او جریان يي یوه منطقي پرېکړه ښکارېږي.
فکري ثبات؛ د باور له پوخوالي وروسته د دې باور د ثبات غوښتنه د ایمان تقاضا ده؛ ملا صاحب رحمه الله له ټولو رسنیزو غوغاو، ټولو د وخت سیاسي تبصرو، کوچنیو عقلي معیارونو او اټکلونو لرې پر خپل فکري سیر ثابت پاتې شو، دې ثبات قاطعیت ور وباښه او دې قاطعیت يي مبارزه بریالۍ کړه. ښايي دا جالبه وي چې په دومره شور او ځوږ کې چې د ډېرو زورور ایمانونه يي ویلې کړل د ملا صاحب رحمه الله د فکري ثبات او قاطعیت عوامل څه و؟ ممکن ځینې و انګېري چې هغه رحمه الله له مبارزې پرته بله لار نه درلوده او له مجبوریته يي قاطعیت را خپل کړی و، خو دا انګېرنه پخپل ذات کې د رد دلیل لري، ځکه د مجبوریت په وخت کې مبارزه نه، بلکې د تسلیمۍ، ځان خلاصونې او یا هم تښتېدلو لارې سنجول کېږي نه، دا چې د مبارزې هوډ لا پیاوړی کېږي، جنګیالي لا منظمېږي او حتی د بریا باور ورته تلقینېږي؛ ښه نو د دې قاطیعت، زورور باور او جدیت عوامل څه و؟
که لوستونکي د ملاصاحب رحمه الله د پټ ژوند له شخصي فعالیتونو، ورځني ژوند او طریقې نه ځانونه خبر کړي ښايي عوامل يي ومومي؛ خو د دې لیکنې له توان سره برابر دا کافي ده چې همدې له ګوښې ادرسه رهبري کې دا حکمت نغښتی و، چې ملا صاحب رحمه الله د نړۍوالو له تبصرو، د سیاسونو له اټکلونو او د کمزور له ډارنو طرحو لرې ساتلی و، سره له دې چې ملا صاحب رحمه الله به په مسلسل ډول نړۍوالې راډيوګانې تعقیبولې او له حالاتو ځان تر توانه پورې خبر ساته، خو دې خبرتیا يي پر هوډ او قاطعیت کوم تاثیر نه درلود؛ د دې تر څنګ که د تېرې واکمنۍ پر مهال او تر هغه ور وړاندې له روسانو سره مبارزه کې د ملا صاحب رحمه الله ژوند مطالعه شي قاطعیت د شخصیت ځانګړنه ګرځېدلې وه او د الهي اوامرو پر وړاندې يي ټول بشري اټکلونه ناچیزه ګڼل.

دادمحمد ناوک

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *